پاك سعودي دفاعي لوظنامه كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير كليدي كردار لري ، د دواړو هېوادونو پخوانۍ اړيكې او دوستانه په تاريخ پراؤ ولاړه ده

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د اړيكو نوې تاريخي باب رقم شو ٬ د شرېكې ستراتېژك دفاعي لوظنامې په تيارۍ او بشپړتيا كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير کليدي کردار لري ۔ د زيارت په ورځ د جاري تفصيلات له مخې د پاکستان او سعودي عرب د اوږدې مودې اړيكې او دوستانه په تاريخ پراؤ ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف او د …

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د اړيكو نوې تاريخي باب رقم شو ٬ د شرېكې ستراتېژك دفاعي لوظنامې په تيارۍ او بشپړتيا كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير کليدي کردار لري ۔ د زيارت په ورځ د جاري تفصيلات له مخې د پاکستان او سعودي عرب د اوږدې مودې اړيكې او دوستانه په تاريخ پراؤ ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف او د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د سعودي د اوسنۍ دورې په مهال په زړه پورې هركلے وكړے شو٬ د دې بې مثاله عزت او تكريم څخه برېښي چې دا رشته يوازې تر سفارت محدود نه ده بلكې د حرمين شريفين او روضهٔ رسولؐ په سبب عقيدت او د باور په بنياد ولاړه ده٬ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ګډې په ستراتېژك دفاعي لوظنامه لاسليك شوے، كومه چې په دفاعي مرسته او په مشتركه سلامتيا كښې انقلابي پېشرفت دے٬ د دې لوظنامې له مخې په هر يو هېواد جارحيت به په دواړو هېوادونو بريد ګڼلې شي ، كوم چې دفاعي اتحاد او مشترکه تحفظ قوي كوي٬ د لوظنامې له مخئ پاكستان اوس د حرمين شريفين د تحفظ او د سعودي عرب په سلامتيا كښې يو ستراتېژك پارټنر جوړ شوے٬ دا تړون په څو لسيزو اډانه پوځي مرسته، مشترکه مشقونه او دفاعي اړيكې په يو رسمي ستراتېژك شراكتدارۍ بدلوي٬ دې لوظنامې څخه به نه يوازې په منطقه كښې امن او سلامتيا ته وده ترلاسه شي بلكې اقتصادي، سفارتي او په عسکري ميدانونو كښې به پراخه موقعې رامخې ته شي