اسلام آباد۔18ستمبر (اے پي پي ) پاکستان د فن تعمیر په ڼړيوال میدان كښې يو بل او مهم اعزاز تر لاسه كړو ،’’وژن پاکستان‘‘منصوبه آغا خان ایوارډ فار آرکیټیکچر2025 پخپل نوم كړه ۔ د زيارت په ورځ آغا خان ډویلپمنټ نیټ ورک نه جاري اعلامیه تر مخه د فنِ تعمیر په 7 نړيوالو فاتحینو كښې شامله ’’وژن پاکستان‘‘منصوبه د ډي پي اسټوډیوز ډیزائن کړې ده ۔ وژن پاکستان يو فلاحي …
پاکستان د فنِ تعمیر په نړيوال میدان كښې يو بل او مهم اعزاز تر لاسه كرو
اسلام آباد۔18ستمبر (اے پي پي ) پاکستان د فن تعمیر په ڼړيوال میدان كښې يو بل او مهم اعزاز تر لاسه كړو ،’’وژن پاکستان‘‘منصوبه آغا خان ایوارډ فار آرکیټیکچر2025 پخپل نوم كړه ۔ د زيارت په ورځ آغا خان ډویلپمنټ نیټ ورک نه جاري اعلامیه تر مخه د فنِ تعمیر په 7 نړيوالو فاتحینو كښې شامله ’’وژن پاکستان‘‘منصوبه د ډي پي اسټوډیوز ډیزائن کړې ده ۔ وژن پاکستان يو فلاحي مرکز دے كوم چې مراعات لرونكو ځوانانو ته جدید فني تربیه وركوي ۔آغا خان ایوارډ فار آرکیټیکچر 2025 دستوره کرغزستان كښې وشوه ۔ کامیابو منصوبو كښې د سیلاب نه د محفوظه پاتې كېدو كورونه ، د كلتوري ورثې بحالۍ له هلې ځلې او د صنعتي خزلې بيا د كارولو منصوبې شاملې دي ۔شهزادہ رحیم آغا خان خپل خطاب كښې ووئېل د نن په آب و هوا كښې د معمارانو ذمه واري ده چې پخپلو صلاحیتونو کمزوري خلق د موسمي حالات نه محفوظ اوساتي ۔ د وژن پاکستان منصوبې آرکیټکټ محمد سیف اللہ صدیقي ووئېل دا ایوارډ يوازې يو اعزاز نه دے بلکې زمونږ د فنِ تعمیر د ترقۍ د اهمیت یادګېرنه ده ۔










