اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د وزيراعظم شهباز شريف او سعودي مشرتابه ترمينځه لاس ليك شوې دوه اړخيزه دفاعي لوظنامه خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي مرستې نوې باب پېل كړے په كوم چې دواړه هېوادونه د زړه له كومي د مباركۍ مستحق دي۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل ټول قام د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل …
د قامي اسمبلۍ سپيكر د وزيراعظم شهباز شريف او د سعودي مشرتابه ترمينځه دفاعي لوظنامه خوشبينه وګرځوله
اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د وزيراعظم شهباز شريف او سعودي مشرتابه ترمينځه لاس ليك شوې دوه اړخيزه دفاعي لوظنامه خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي مرستې نوې باب پېل كړے په كوم چې دواړه هېوادونه د زړه له كومي د مباركۍ مستحق دي۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل ټول قام د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په بصيرت او مشرتابه وياړي٬ سعودي عربستان تل د پاكستان مخلص ملګرے پاتې شوے دے او دا ننۍ لوظنامه دغې ملګرتيا ته د عملي شكل وركولو يوه لويه كاميابي ده۔ پاکستان او سعودي عربستان د اسلام او امن ګډ قوت دے او د دوئي يو موټے كېدو ته څوك هم ماتې وركولې نه شي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شریف سعودي ولي عهد شهزاده بن سلمان سره د باور او ورورولۍ نوے بنياد اېښودے دے كوم چې سباؤن لپاره خوشبينه دے۔ دا لوظنامه د پاكستان دفاع مضبوطولو او په منطقه كښې د امن او سلامتيا ودې له يو تاريخي اقدام دے په كوم چې ټول قام وياړي۔ ده زياته كړه چې د اسلامي نړۍ يوازنے اميد پاكستان دے او پاكستان به په هر ډول د اسلامي نړۍ دفاع او تحفظ باوري كوي










