د پاك پوځ د بهاولپور ٬ علي پور او لودھراں سيلاب ځپلو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ روانې دي

اسلام آباد۔18ستمبر (اے پی پی) پاك پوځ د بهاولپور ٬ علي پور او لودھراں سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ روانې ساتلې دي۔ د زيارت په ورځ د وړاندې كړې شوو تفصيلاتو له مخې پاك پوځ او سول انتظاميه ستلج درياب سره پېوست سېلاب ځپلو سيمو كښې په رېسكيو او ريليف آپرېشن كښې بوخته ده۔ د پاك پوځ په شمول ټولې اړوندې ادارې شپه او ورځ د ځپليو خذمت …

اسلام آباد۔18ستمبر (اے پی پی) پاك پوځ د بهاولپور ٬ علي پور او لودھراں سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ روانې ساتلې دي۔ د زيارت په ورځ د وړاندې كړې شوو تفصيلاتو له مخې پاك پوځ او سول انتظاميه ستلج درياب سره پېوست سېلاب ځپلو سيمو كښې په رېسكيو او ريليف آپرېشن كښې بوخته ده۔ د پاك پوځ په شمول ټولې اړوندې ادارې شپه او ورځ د ځپليو خذمت او بحالۍ له هڅې كوي۔ په فلډ ريليف كېمپس كښې د پاك پوځ لخوا فري ميډيكل كېمپ هم لګولے شوے دے چرته چې ځپليو ته د درملنو آسانۍ وركولې شي۔ په دې موقعه کمانډر بهاولپور کور د سېلاب ځپلو د بحالۍ ٬ مرستې او د روان رېسكيو آپرېشن جاج هم واغست۔