د وزيراعظم شهباز شريف په ځانګړي هركلي د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان مننه ٬ د ملګرتيا ودې او د عظمت نوؤ بامونو ته د رسيدو دعا

اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په سعودي عربستان كښې په ځانګړي هركلي د سعودي عربستان د ولي عهد شهزاده بن سلمان مننه كولو سره وئيلي دي چې دا د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د دوه اړخيزه مينې او احترام عكاسي كوي٬ سعودي ولي عهد سره خبرو كښې د سيمه ايزو چېلنجونو او دوه اړخيزه همكارۍ جاج اغستو سره سره په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ …

اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په سعودي عربستان كښې په ځانګړي هركلي د سعودي عربستان د ولي عهد شهزاده بن سلمان مننه كولو سره وئيلي دي چې دا د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د دوه اړخيزه مينې او احترام عكاسي كوي٬ سعودي ولي عهد سره خبرو كښې د سيمه ايزو چېلنجونو او دوه اړخيزه همكارۍ جاج اغستو سره سره په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د زيارت په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې وزيراعظم شهباز شريف د رياض سركاري دورې په مهال په زړه پورې هركلي د ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان مننه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل په فضا كښې د رائل سعودي ايئرفورس جيټ الوتكو زما الوتكه په خپل حصار كښې اخستل٬ د سعودي وسله والو ځواكونو د چمتو ډلې لخوا ګارډ آف آنر ٬ ځانګړے هركلے د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د دوه اړخيزه مينې او احترام عكاسي كوي۔ ده ووئيل سعودي ولي عهد سره خبرو كښې د سيمه ايزو چېلنجونو او دوه اړخيزه همكارۍ جاج اغستو سره سره په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم اسلامي نړۍ لپاره د سعودي ولي عهد وژن او مشرتابه وستائله۔ ده ووئيل زه د سعودي ولي عهد لخوا پرله پسې ملاتړ او د دواړو هېوادونو ترمينځه سعودي سرمايه كارۍ ٬ تجارت او كاروباري اړيكو ته وده وركولو كښې د هغه ژورې خوښې ته د قدر په نظر ګورم۔ وزیراعظم د پاکستان او سعودی عربستان ملګرتيا لپاره د ودې او د دې د عظمت نوې بامونو ته د رسېدو دعا وكړه۔