اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي حکومت د روزګار پیدا كولو، جدید هنر مندۍ او پیشه وره تربيې وركولو لپاره ځوانان د چیلنجونو څخه وېستلو او په معاشي موقعو بدلولو ته پام لرنه كوي۔پاکستان ټي وي ډیجیټل سره خپله خاص مركه كښې ده د يو داسې سباؤن خاکه وړاندې كړه چرته چې پاکستان د خپلو "ځوانانو طاقت" څخه ګټه پورته كړي،خپلي زرعی څانګي …
حکومت معاشي پرمختګ لپاره ځوانانو ته پام لرنه كوي٬ د سختې خوارۍ د لارې حكومت معيشت مستحكم كولو كښې كامياب شوے۔ وزیراعظم شهباز شریف
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي حکومت د روزګار پیدا كولو، جدید هنر مندۍ او پیشه وره تربيې وركولو لپاره ځوانان د چیلنجونو څخه وېستلو او په معاشي موقعو بدلولو ته پام لرنه كوي۔پاکستان ټي وي ډیجیټل سره خپله خاص مركه كښې ده د يو داسې سباؤن خاکه وړاندې كړه چرته چې پاکستان د خپلو “ځوانانو طاقت” څخه ګټه پورته كړي،خپلي زرعی څانګي ته پراختيا وركړي او آبادیاتی چیلنجونه په معاشي موقعو بدلولو لپاره عمر له پیشه وره د تربېي پروګرامونه نافذ کړي۔د هېواد موجودہ معاشی صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم څرګنده كړه چې كال 23-2022 كښې پاکستان ډیفالټ ته رسيدلے ؤ خو د حکومت اقتصادي ډلي او زما په ذاتي هڅو حکومت معیشت مستحکمولو كښې كامياب شو۔ وزیراعظم زياته كړه چې د “غېر معمولي ټيم ورك د لارې پاكستان د مشتركه هلو ځلو٬ پوخ عزم لري او د نتيجو ترلاسه كولو مقصد لپاره د كوم تضاد نه د ېرې نه غېر وئيلي شم چې دا مهال مونږ يو مستحكم معيشت لرو۔ وزيراعظم ووئيل دې تباهۍ كونكې سېلاب زمونږ معيشت ته دومره زيان رسولے دے چې مونږ ته ئې اندازه نه وه۔ د وفاقي حكومت٬ اېن ډي اېم اے٬ صوبائي حكومت او د پوځ لخوا د سېلاب مخنيوي او مرستې كاروائيو حواله وركولو سره شهباز شريف ووئيل مونږ د مشتركه هلو ځلو د لارې د دې چېلنج مقابله كوٶ۔ د دې پوښتنې په ځواب چې د يوې لسيزې نه پس پاكستان څنګه ليدل غواړۍ شهباز شريف ووئيل زه پاكستانيان د يو داسې قام په توګه ليدل غواړم چرته چې د معاشي خوشحالۍ٬ امن او د سوكالۍ ځانګړې كاميابۍ موجود وي۔ ده زياته كړه زه د يو داسې هېواد تصور كوم چې سر ئې په وياړ هسك وي٬ اقتصادي خوشحالي او د پرمختګ عظيم سنګ ترلاسه وي او مونږ يو قوي پوځي طاقت هم ولرو۔










