سپيکر سردار اياز صادق د سعودي عرب لخوا د وزيراعظم شهباز شريف په زړه پورې هركلي كولو او پروټوکول د خوشحالۍ څرګندونه وكړه

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب لخوا په زړه پورې هركلي او پروټوکول د خوشحالۍ څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د وزيراعظم هركلے د دواړو هېوادونو ترمېنځه د زړو اړيكو غمازي كوي، د وزيراعظم دوره به د دواړو هېوادونو د مرستې نوې لارې پرانځي۔ ده ووئيل د پاکستان …

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب لخوا په زړه پورې هركلي او پروټوکول د خوشحالۍ څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د وزيراعظم هركلے د دواړو هېوادونو ترمېنځه د زړو اړيكو غمازي كوي، د وزيراعظم دوره به د دواړو هېوادونو د مرستې نوې لارې پرانځي۔ ده ووئيل د پاکستان اولس او حكومت خادم الحرمين الشريفين ته په درنه سترګه ګوري، سعودي عرب د پاکستانيانو دوېم كور دے ٬ ده ووئېل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې مستحكمولو لپاره د وزيراعظم دوره د اهميت وړ ده٬ د مېنځني ختيز په امنيتي صورتحال د دواړو هېوادونو موقف يو ډول دے