حکومت ځوانانو ته د نړيوال معيار هنر وركولو له په عزم كار كوي۔ ډاكټر خالد مقبول صديقي

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي د پاکستان حکومت ځوانانو ته د نړيوال معيار هنر وركولو په عزم كار كوي دغسې چې دوي نه يوازې د هېواد په پرمختګ كښې بشپړ كردار ولوبولې شي بلكې نړيوالو موقعو څخه هم ګټه پورته كړې شي۔ وفاقي وزير دا خبره د لينګوئجز ټريننګ پروګرام په کاميابې په موقع خپلو …

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي د پاکستان حکومت ځوانانو ته د نړيوال معيار هنر وركولو په عزم كار كوي دغسې چې دوي نه يوازې د هېواد په پرمختګ كښې بشپړ كردار ولوبولې شي بلكې نړيوالو موقعو څخه هم ګټه پورته كړې شي۔ وفاقي وزير دا خبره د لينګوئجز ټريننګ پروګرام په کاميابې په موقع خپلو خبرو كښې كړې۔ د دې پروګرام له مخې په اسلام آباد كښې د 800 نه زياتو زده كوٶنكو په نړيوالو “چينۍ، المانۍ، عربۍ، جاپانۍ او کوريائۍ” ژبو كښې پوهه ترلاسه كړې، چې پكښې د سلګونو په شمېر زده كوٶنكو د شپږو مياشتو جامع او سخته تربيه بشپړه كړې۔ په دې موقع ډاکټر خالد مقبول صديقي دا پروګرام د “پاکستان ځوانانو سره شوے يو لوظ” ګرځولو سره ووئيل مونږ به خپلو ځوانانو ته ھغه ټول اوزار وركوٶ كوم چې يو ځالانده سباون، معياري ملازمتونو او د نړيوالې كچې كاميابۍ لپاره ضروري دي۔ وفاقي وزير په پروګرام كښې د شاملو استاذانو، پوهانو او زده كوٶنكو د هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل د دوي محنت٬ جذبه او كاميابۍ د دې خبرې غمازي كوي چې د پاكستان سباٶن په خوندي لاسو كښې دے۔ وفاقي وزير په دې موقع باور وركړو چې حکومت به د تعليم، تربيې او ټيکنالوجۍ په مېدان كښې نور اقدامات كوي دغسې چې هر ځوان ته د خپل بشپړ صلاحيت څرګندونې موقع ترلاسه شي۔