6 ستمبر زمونږ د قومی تاریخ روښانه باب دے،1965ء په جنګ كښې پاك پوځ د دښمن ناپاك عزائم ناكامه كړي۔ سردار ایاز صادق

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د دفاع په ورځ د 1965ء جنګ شهيدانو او غازیانو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې 6 ستمبر زمونږ د قومی تاریخ روښانه باب دے،1965ء جنګ كښې پاك پوځ د دښمن ناپاك عزائم ناكامه كړي ۔جاري شوې بيان له مخې سپیكر سردار ایاز صادق ووئيل پاك پوځ 1965ء كښې د جراءت او بهادرۍ …

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د دفاع په ورځ د 1965ء جنګ شهيدانو او غازیانو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې 6 ستمبر زمونږ د قومی تاریخ روښانه باب دے،1965ء جنګ كښې پاك پوځ د دښمن ناپاك عزائم ناكامه كړي ۔جاري شوې بيان له مخې سپیكر سردار ایاز صادق ووئيل پاك پوځ 1965ء كښې د جراءت او بهادرۍ ځانګړي تارخ جوړ كړې،پاكستان ناقابلِ تسخیر قلعه ده، دښمن په كږه سترګه د كتلو جرات نه شي كولې۔ سپیكر سردار ایاز صادق ووئيل د دفاع ورځ مونږ ته د شهيدانو او غازیانو د قربانیو ياد تازه كوي،قوم خپلو شهيدانو او غازیانو ته سلام كوي۔سپیكر سردار ایاز صادق ووئيل د شهيدانو قربانۍ به تاریخ كښې په ښه ټكو ليكلې شي،د ترهه ګرغ په ضد جنګ كښې پاك پوځ ځانګړي قربانۍ وركړې دي۔سپیكر سردار ایاز صادق ووئيل قدرتی آفتونو كښې پاك پوځ عمر له د وړومبي صف كردار ترسره كړې،پاك پوځ د ترهه ګرۍ ختمولو كښې او امن بحالولو كښې كردار ترسره كوي،د هندي جارحیت په ځواب كښې ’’ معركهٔ حق‘‘ قومی تاریخ روښانه باب دے۔ سپیكر سردار ایاز صادق ووئيل ’’معركهٔ حق‘‘ كښې د پاك پوح جراءت، قربانی او صلاحیتونه ښكاره دي،د پاكستان اولس “معركهٔ حق” كښې قومی یووالي او ثابت قدمۍ ښه مظاهره كړې۔ سپیكر سردار ایاز صادق ووئيل پاك پوځ معركهٔ حق كښې دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړي،قومی یووالي او عسكری قیادت قوي خپلولي د پاكستان اصل وسله ده۔ د قومی اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د پاك پوح سرلښكر جنرال عاصم منیر قیادت ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل جنرل عاصم منیر پاك پوځ د جديد دور تقاضو له مخې هڅي د ستائنې وړ دي،شهيدان زمونږ حقیقی اتلان دي،د هغوي قربانۍ به عمر له ياد ساتلې شي۔ د قومی اسمبلۍ سپیكر د شهيدانو لوړو درجو او هېواد پمختګ او سلامتيا له خصوصی دعا وكړه۔

مزید خبریں