اسلام آباد 05 ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كوهاټ كښې د فتنه الخوارج 2 ترهه ګرو په وژلو د خېبرپښتونخوا پوليس ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔په خپل بيان كښې داخله وزير ووئيل د كے پي كے پوليس په وخت كاروائي كولو سره خوارجي ترهه ګر تر عبرتناك انجام رسولې٬پوليس په بهادرۍ سره د خوارجو ترهه ګرو مقابله كړی او د هغوي ناوړه غزائم يې …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كوهاټ كښې د فتنه الخوارج 2 ترهه ګرو په وژلو د خېبرپښتونخوا پوليس ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 05 ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كوهاټ كښې د فتنه الخوارج 2 ترهه ګرو په وژلو د خېبرپښتونخوا پوليس ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔په خپل بيان كښې داخله وزير ووئيل د كے پي كے پوليس په وخت كاروائي كولو سره خوارجي ترهه ګر تر عبرتناك انجام رسولې٬پوليس په بهادرۍ سره د خوارجو ترهه ګرو مقابله كړی او د هغوي ناوړه غزائم يې ناكامه كړي۔محسن نقوي د ترهه ګرو په ډزو شهيد شوي سب انسپكټر طاهر نواز او كانسټيبل محمد علي ته هم د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيدو شوو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي٬د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په فرنټ لائن دي او د خېبرپښتونخوا پوليس مېړنو زامنو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لازواله قربانۍ وركړې دي










