اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف فلسطين لپاره د پاكستاني اولس د غېر متزلزل ملاتړ پخلي كولو سره باور وركړے چې پاکستان د فلسطين وروڼو لپاره به خپل ملاتړ او په غزه د اسرائيل قابضو ځواكونو انساني ساخته قحط سره د مخ اولس لپاره مرسته رسول روانه ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د فلسطين صدر د مذهبي چارو سلاحكار چيف جسټس محمود صديقي الھباش سره …
وزيراعظم شهباز شريف سره د فلسطين صدر د مذهبي چارو سلاحكار محمود صديقي الھباش وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف فلسطين لپاره د پاكستاني اولس د غېر متزلزل ملاتړ پخلي كولو سره باور وركړے چې پاکستان د فلسطين وروڼو لپاره به خپل ملاتړ او په غزه د اسرائيل قابضو ځواكونو انساني ساخته قحط سره د مخ اولس لپاره مرسته رسول روانه ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د فلسطين صدر د مذهبي چارو سلاحكار چيف جسټس محمود صديقي الھباش سره كړې چا چې د جمعې په ورځ دوي سره ليدلي دي ۔ محمود صديقي الھباش په اسلام آباد كښې سيرت کنفرنس كښې ګډون لپاره د راغلي فلسطيني پلاوي مشري كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ په ملاقات كښې د مسجد اقصيٰ امام احمد حسېن او په پاکستان كښې د فلسطين سفير هم موجود ٶ۔ په دې موقع وزيراعظم د فلسطين صدر ډاکټر محمود عباس لپاره د مباركۍ خپل پېغام كښې فلسطين لپاره د پاكستاني اولس د غېر متزلزل ملاتړ پخلي كولو سره باور وركړو چې پاکستان د فلسطين وروڼو لپاره به خپل ملاتړ او په غزه د اسرائيلي قابضو ځواكونو لخوا انساني ساخته قحط سره د مخ اولس لپاره مرسته رسول به جاري ساتي٬ چا چې بلها قربانۍ وركړي او په مړانه د اسرائيلي جارحيت مقابله كوي۔ وزيراعظم ووئيل زه به په هر سفارتي فورم د فلسطينيانو حقونو لپاره غږ پورته كوم٬ د غزه په انساني صورتحال وزيراعظم د فلسطين پلاوي له باور وركړو چې پاکستان به د غزه د اولس انساني مرسته روانه ساتي څوك چې د اسرائيلي قابضو ځواكونو په سبب انساني ساخته قحط سره مخ دي۔ د فلسطين صدر سلاحكار په پرله پسې او غېر متزلزل ملاتړ د فلسطين حکومت او اولس لخوا د پاکستاني اولس او حكومت د زړه د اخلاصه مننه وكړه۔ هغه د پاکستان او فلسطين اولس ترمېنځه د اوږدې مودې او تاريخي رشتې ذكر كولو سره ووئيل پاكستان په دې سخت وخت كښې مونږ لپاره د ډاډ وړ هېواد دے۔ هغه په پاكستان كښې په اوسني سېلاب كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ هغه په دې موقع د صدر محمود عباس لخوا يوه چيټۍ هم وزيراعظم ته وركړه۔ په دې موقع سينيټر اسحاق ډار، عطاء تارړ، سردار يوسف، طارق فاطمي، د اسلامي نظرياتي کونسل چيئرمين ، خارجه او د مذهبي چارو سيکرټريز په ملاقات كښې د وزيراعظم معاونت كولو۔










