حکومت د بشري خواخوږۍ په بنياد افغانستان لپاره د مرستې 105 ټن سامان ولېږلو۔ سينيټر اسحاق ډار

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د پاکستان حكومت د بشري خواخوږۍ په بنياد افغانستان لپاره د مرستې 105 ټن سامان لېږلے دے۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې اسحاق ډار ووئيل د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي سره د ټېلي فوني تماس نه وروستو نن حکومت د بشري خواخوږۍ په بنياد افغانستان لپاره د مرستې …

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د پاکستان حكومت د بشري خواخوږۍ په بنياد افغانستان لپاره د مرستې 105 ټن سامان لېږلے دے۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې اسحاق ډار ووئيل د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي سره د ټېلي فوني تماس نه وروستو نن حکومت د بشري خواخوږۍ په بنياد افغانستان لپاره د مرستې 105 ټن سامان ولېږلو، كهېپ كښې خوراكي مواد٬ داروګان٬ خېمې٬ كمبلې او ببل مېټ شامل دي۔ ده ووئيل مونږ د زلزلې په سبب د حق رسېدلو لوړو درجو لپاره او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو٬ پاكستان په دې سخت وخت كښې خپل افغانانو وروڼو سره په بشپړه توګه د يووالي څرګندونه كوي۔