د وزيراعظم شهباز شريف په امر د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د مرستې 105 ټن سامان ولېږلے شو

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په امر د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د مرستې سامان رسولو په تناظر كښې د اېن ډي اېم اے لخوا د مرستې 105 ټن سامان لېږلے شوے دے۔ د شورو په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري بيان له مخئ د ادارې لخوا افغانستان كښې د زلزله ځپلو مرستې لپاره 105 ټن د مرستې سامان رسولے …

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په امر د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د مرستې سامان رسولو په تناظر كښې د اېن ډي اېم اے لخوا د مرستې 105 ټن سامان لېږلے شوے دے۔ د شورو په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري بيان له مخئ د ادارې لخوا افغانستان كښې د زلزله ځپلو مرستې لپاره 105 ټن د مرستې سامان رسولے شوے دے چې پكښې راشن بېګز، خيمې، کمبلې او داروګان شامل دي كوم چې د 5 ټركونو د لارې په طورخم بارډر افغانستان ته ولېږلې شو٬ د مرستې سامان د اېن ډي اېم اے وېئر هاٶس اسلام آباد څخه په 3 ستمبر روان كړے شو٬ په دستوره كښې خاص مېلمه وفاقي وزير کھيل داس کوهستاني پشمول د اېن ډي اېم اے او خارجه وزارت چارواكو ګډون وكړو۔