اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د هزاره جرنلسټ یونین راولپنډی/اسلام آباد (ریذورټ) نوي ټاكلې شوي صدر تیمور اقبال جدون او ټولي کابینې له په کامیابۍ ترلاسه كولو مبارکي وركړې ده۔ د شورو په ورځ د سېنېټ سېکرټرېټ د اړخه د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چیئرمېن د مباركۍ په خپل پیغام كښې ووئيل صحافت يوه معزز او ذمه واره …
د سينيټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د هزاره جرنلسټ یونین راولپنډی/اسلام آباد (ریذورټ) نوو ټاكلے شوو عهدیدارو له مبارکي وركړه
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د هزاره جرنلسټ یونین راولپنډی/اسلام آباد (ریذورټ) نوي ټاكلې شوي صدر تیمور اقبال جدون او ټولي کابینې له په کامیابۍ ترلاسه كولو مبارکي وركړې ده۔ د شورو په ورځ د سېنېټ سېکرټرېټ د اړخه د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چیئرمېن د مباركۍ په خپل پیغام كښې ووئيل صحافت يوه معزز او ذمه واره پیشه ده كومه چې د جمهوریت بنیادونه قوي كوي،اولسي مسئلې رامخې ته كولو او سماج كښې شفافیت ته ودې وركولو كښې کردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د هزاره جرنلسټ یونین د نوي ټاكلي شوي قيادت کامیابی نه يواځې د خبريالي ورورولۍ د باور عكاسي ده بلكې دې سره به صحافت کښې نوې جذبې او مثبت سوچ ته وده ترلاسه شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې نوې ټاكلې شوې كابينه به د خبريالانو خېر ښېګړې له كار وكړي۔ ده ووئيل د پارلیمان او میډیا ترمينځه قوي اړيكي د شفافیت، احتساب او جمهوریت د کامیابۍ ضامن دي۔ د سېنېټ چیئرمېن نوي ټاكلي شوي صدر تېمور اقبال جدون او د هغه ټولي ډلي لپاره د نېكو هيلو څرګندونې سره ووئيل هغه به په خپل محنت ٬ تجربه او وژن د لارې د خبريالې ورورولۍ باور له مخې كار وكړي او د صحافت اعلی اصولو ته ودې وركولو كښې به مهم كردار ترسره كړي












