د وزيراعظم اين ډي ايم اے ته د زياتيدونكې سيلابي صورتحال له مخې د چمتؤ پاتې كيدو سپارښتنه

بیجنګ۔3 ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف اين ډي ايم اے ته په دريابونو كښې د زياتيدونكي سيلابي صورتحال له مخې د ريسكيو او مرستې كارروائيو لپاره د چمتؤ پاتې كيدو سپارښتنه كړې ده ۔ وزیراعظم د شورو په ورځ بيجنګ څخه د اېن ډي اېم اے چيئرمېن سره د ټيلېفوني تماس د لارې د صورتحال په اړه معلومات ترلاسه كړل۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن وزيراعظم په پاكستان …

بیجنګ۔3 ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف اين ډي ايم اے ته په دريابونو كښې د زياتيدونكي سيلابي صورتحال له مخې د ريسكيو او مرستې كارروائيو لپاره د چمتؤ پاتې كيدو سپارښتنه كړې ده ۔ وزیراعظم د شورو په ورځ بيجنګ څخه د اېن ډي اېم اے چيئرمېن سره د ټيلېفوني تماس د لارې د صورتحال په اړه معلومات ترلاسه كړل۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن وزيراعظم په پاكستان كښې د سېلابي صورتحال په اړه خبر كړو او هغه ته يۍ د مرستې په كارروائيو بريفنګ وركړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن وزيراعظم راوي، چناب او ستلج دريابونو كښې د زياتېدونكي سېلابي صورتحال څخه خبر كړو ۔ وزيراعظم شهباز شريف اين ډي ايم اے ته د ريسكيو او مرستې كارروايۍ له وړاندې څخه د بشپړولو هدايت وكړو۔ ده اېن ډي اېم اے ته امر وكړو چې صوبائي حكومتونو سره د بشپړه مرستې د لارې حفاظتي اقدامات او كارروايۍ لا ګړندۍ كړئ۔ وزیراعظم په راوي ، چناب او ستلج كښې د زياتېدونكي سېلابي صورتحال په اړه اولس ته د پېشګي اطلاع وركولو هدايت هم وكړو