اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) كنګ سلمان ريليف مركز لخوا د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو كښې د اېمرجنسي مرستې سامان تقسيم كړے شوے ٬ د مرستې سامان په زياتو ځپلو شوو ضلعو بونير، سوات، شانګله، بټګرام، مانسهره، بره او كوز دير، صوابۍ او نورو ځپلو سيمو كښې وركړے كېږي٬ د موجوده صورتحال له مخې كنګ سلمان ريليف لس زره شيلټر كټس او لس زره خوراكي پاكټونه مختص …
كنګ سلمان ريليف مركز لخوا د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرستې سامان تقسيم كړو
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) كنګ سلمان ريليف مركز لخوا د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو كښې د اېمرجنسي مرستې سامان تقسيم كړے شوے ٬ د مرستې سامان په زياتو ځپلو شوو ضلعو بونير، سوات، شانګله، بټګرام، مانسهره، بره او كوز دير، صوابۍ او نورو ځپلو سيمو كښې وركړے كېږي٬ د موجوده صورتحال له مخې كنګ سلمان ريليف لس زره شيلټر كټس او لس زره خوراكي پاكټونه مختص كړي دي٬ په هر شېلټر كټ كښې يوه خېمه، سولر پينل بمعه ايل اي ډي لائټس، دوه تھرمل كمبل، پلاسټك مېټ، پائيدار كچن سيټ، د اوبو كولر او اينټي بيكټيريل صابن شامل دي دغسې په فوډ پېكج كښې اوړه٬ چيني٬ دالونه او خوراكي تېل شامل دي ٬ د مرستې د سامان وېشن نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ، پروونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ، محكمه ريليف، د خېبر پښتونخوا د بحالۍ او آبادكاري ادارې او د كنګ سلمان ريليف نفاذي شراكت دار حيات فاؤنډيشن او پيس اينډ ډويلپمنټ آرګنائزيشن په مرسته په سپېځلې او په وخت كېږي٬ دا اقدام د سعودي عرب لخوا د كنګ سلمان ريليف د لارې د پاكستان اولس سره په سخته كښې د بشري خواخوږۍ په بنياد د عملي مرستې د عزم تجديد دے۔












