اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علی زرداری كوئټه كښې شاهوانی سټیډیم ته نزدې د چاؤدنې پېښه غندلو سره د پېښې د پلټنو امر كړے دے۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت په چاؤدنه كښې د حق رسيدلو كسانو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه۔ صدر مملكت د ژوبل كسانو زر روغتيا له …
صدرِ مملكت آصف علی زرداری كوئټه كښې شاهوانی سټیډیم سره نزدې د چاؤدنې پېښه وغندله
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علی زرداری كوئټه كښې شاهوانی سټیډیم ته نزدې د چاؤدنې پېښه غندلو سره د پېښې د پلټنو امر كړے دے۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت په چاؤدنه كښې د حق رسيدلو كسانو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه۔ صدر مملكت د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا وكړه او اړوندو چارواكو ته ئې ژوبل كسانو له د غوره طبي آسانيو برابرولو هدايت وكړو۔ ده اړوندو ادارو ته د پېښې بشپړه پلټنو كولو سره ككړ كسان قانون سره د مخ كولو امر هم وكړو۔












