اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سردار اياز صادق په بنو كښې په اېف سي هيډ کوارټر ترسره شوې بريد غندلو سره د دې په نتيجه كښې د امنيتي ځواكونو مېړنو ځوانانو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د شورو په ورځ د غندنې خپل بيان كښې سپيكر شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمژنو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووېيل چې د شهيدانو …
سپيکر سردار اياز صادق په ايف سي هيډ کوارټر بريد وغندلو
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سردار اياز صادق په بنو كښې په اېف سي هيډ کوارټر ترسره شوې بريد غندلو سره د دې په نتيجه كښې د امنيتي ځواكونو مېړنو ځوانانو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د شورو په ورځ د غندنې خپل بيان كښې سپيكر شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمژنو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووېيل چې د شهيدانو د كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يوو٬ د ترهګرۍ بزدلانه كارروايۍ د قام حوصلې ماتولې نه شي٬ د شهيدانو قربانۍ به عبث نه ځي۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه هم وكړه۔












