اسلام آباد۔3 ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هېواد په بېلو برخو كښې د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كړې ده۔ د شورو په ورځ په يو بيان كښې ده په ځپليو سيمو كښی په روان رېسکیو اېنډ ریلیف آپرېشن د اطمينان څرګندونه وكړه او ځپليو ته د فوري مرستې په …
د سپيكر سردار اياز صادق د هيواد په بيلو برخو كښې د سيلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه
اسلام آباد۔3 ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هېواد په بېلو برخو كښې د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كړې ده۔ د شورو په ورځ په يو بيان كښې ده په ځپليو سيمو كښی په روان رېسکیو اېنډ ریلیف آپرېشن د اطمينان څرګندونه وكړه او ځپليو ته د فوري مرستې په رسولو يۍ پاك پوځ ٬ وفاقي او صوبائي ادارو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې به ځپلې كورنۍ يوازې نه پرېږدؤ۔ ده ووئيل سېلاب ځپليو سيمو كښې د پنجاب وزيراعلی مريم نواز شريف د مانيټرنګ تګلاره د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل هغه د پنجاب صورتحال په خپله مانيټر كوي او ځپليو ته د مرستې رسول هم باوري كوي۔ ده ووئيل زه به خپله د رواي سېلاب د لاسه د ځپلې شوو سيمو دوره كوم او ځپليو سره به ملاقات كوم۔ ده ووئيل په سېلاب ځپليو سيمو كښې رېسکیو اېنډ ریلیف آپرېشن د وفاقی او صوبائی حکومتونو لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو بحالي يوه قامي فريضه ده كومه به چې ترسره كوو۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د سېلاب د لاسه د شوي زيان ازالې له به نړيوالې ورورولۍ له هم خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل چې كوم كسان د سېلاب د لاسه رامخې ته شوو پېښو كښې شهيدان شوي دي د هغوي لوړو درجو له لاس په دعا يوو۔ ده ووئيل په سباؤن كښې سېلابي صورتحال څخه بچ كېدو له به وفاق او صوبو له په ګډه تګلاره وضعه كول وي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے سندھ سېلابي صورتحالي څخه محفوظ وساتي۔












