وزیراعظم په بیجنګ كښې د آنژن روغتون دوره وكړه ، د عصري ټيكنالوجۍ او غوره خذماتو ستائنه

بیجنګ۔3 ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په بيجنګ كښې د آنژن روغتون دوره وكړه او دغلته يۍ د مؤثر نظام ٬ عصري ټېكنالوجۍ او غوره خذماتو ستائنه وكړه۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن …

بیجنګ۔3 ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په بيجنګ كښې د آنژن روغتون دوره وكړه او دغلته يۍ د مؤثر نظام ٬ عصري ټېكنالوجۍ او غوره خذماتو ستائنه وكړه۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ٬ د خزانې وزير اورنګزېب ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او نور اعلی چارواكي هم وزيراعظم سره وو۔ د روغتون دورې په مهال وزيراعظم ته په روغتون كښې د مېشته آسانيو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم په روغتون كښې د آسانيو معائنه كولو په مهال د مؤثر نظام ٬ عصري ټېكنالوجۍ او غوره خذماتو په وړاندې كولو د روغتون د انتظاميې ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ته په اسلام آباد كښې په روانو منصوبو او د روغتيا وزارت ته په اسلام آباد كښې جوړېدونكي جناح مېډیکل کمپلېکس او نورو روغتونونو كښې د آنژن روغتون په ډول د ساده ٬ مضبوط او تلپاتي انفراسټركچر باوري كولو هدايت كولو سره ووئيل په پاكستان كښې جوړېدونكو روغتونونو كښې دې د چين په ډول آسانۍ وړاندې كولو ته خصوصي پاملرنه وكړې شي۔ د دورې په مهال وزیراعظم ته په روغتون كښې د مېشته طبي آسانيو او د روغتون فعاله انتظام لپاره د روبوټس او نورې عصري ټېكنالوجۍ آسانيو په اړه ووئيلې شوو