بيجنګ 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د روسيه صدر ولادي مير پيوټن دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه كولو سره د سوئيلي اسياء په صورتحال، افغانستان، مېنځني ختيز٬ د يوكرائن په شخړه، د فلسطين او کشمير په اړه د اوږدې مودې په مسئلو او په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د …
وزيراعظم شهباز شريف او د روسيې صدر ولادي مير پيوټن دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو له د عزم څرګندونه٬ پاکستان د روس سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي۔وزيراعظم
بيجنګ 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د روسيه صدر ولادي مير پيوټن دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه كولو سره د سوئيلي اسياء په صورتحال، افغانستان، مېنځني ختيز٬ د يوكرائن په شخړه، د فلسطين او کشمير په اړه د اوږدې مودې په مسئلو او په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو په كال 2024 كښې د آستانه د خپل ملاقات يادولو سره په تېر يو كال كښې مرستې ته لا زياتولو او د دې په پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه٬ دواړو مشرانو سلا وكړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنجه اړيكې په شريك باور ٬ احترام او ګرمجوشۍ اډانه دي٬ په دې خبرې په بنياد پاكستان روسيه سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ وزيراعظم روسيه سره تجارتي روابط، توان، زراعت، سرمايه کاري، دفاع، مصنوعي ذهانت، تعليم، كلتور او اولس سره د اولس تبادلے په څير څانګو كښې دوه اړخيزه سره اړيكې زياتولو لپاره دې د پاکستان د تيارۍ او دلچسپي نه خبر كړٶ۔ ده دا هم ووئيل چې دا خبره خوشبينه ده چې په بېلا بېل نړيوال فورمز د دواړو هېوادونو نقطه نظر تر ډېر ح ده مماثلت لري٬ د دې نه علاوه وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د جوړ شوي اداره جاتي ميکانزم په لا قوي كولو زور راوړو ۔ ده دا هم ووئيل چې مجوزه پاکستان سټيل مل (پي اېس اېم) کراچۍ فليګ شپ پراجيکټ او کنيکټيوټي پراجيکټس كښې د سرمايه كارۍ په څېر كوټلې اقدامات به راتلونكي كول پاره د پاکستان او روسيه د دوستۍ علامت وي٬ د دوه اړخيزه اړيكو په اړه د پاکستان وزير اعظم جاج سره اتفاق كولو سره صدر ولادي مير پيوټن د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو د استحكام ذكر وكړو۔ ده په دې خبره هم زور رواړو چې د شنګھائي تعاون تنظيم په څېر تنظيمونو كښې مرسته ته وده سيمه ايز او نړيوالې سلامتيا او استحکام كښې اهم كردار لوبولې شي۔ ده د روسيه پاکستان سره په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو د عزم څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د سوئيلي اسياء په صورتحال، افغانستان، مېنځني ختيز او د يوكرائن په شخړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوي په ګڼ اړخيزه فورمز جاري مرستې سره سره د فلسطين او کشمير په څېر د اوږدې مودې مسئلو او د نړيوال دلچسپۍ په شخړو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې د روسيه صدر وزيراعظم شهباز شريف ته د روسيه د سرکاري دوره بلنه هم وركړه۔












