اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی(اېن ډی اېم اے) ٬ نېشنل ایمرجنسیز آپرېشن سېنټر(این ای او سی) راروانو 12 نه تر 24 ساعتونو كښې د پنجاب بېلو سيمو پشمول سیالكوټ، نارووال، لاهور، شیخوپوره، ګجرات، ګوجرانواله، حافظ آباد، چنیوټ، فیصل آباد، سرګودھا او شا او خوا سيمو كښې د زيات باران الرټ جاری كړې۔ د نهې په ورځ د این ډی اېم اے میډیا ونګ د …
راروانو 12 نه تر 24 ساعتونو كښې د پنجاب په بيلو سيمو كښې د زيات باران الرټ جاری كړے شو
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی(اېن ډی اېم اے) ٬ نېشنل ایمرجنسیز آپرېشن سېنټر(این ای او سی) راروانو 12 نه تر 24 ساعتونو كښې د پنجاب بېلو سيمو پشمول سیالكوټ، نارووال، لاهور، شیخوپوره، ګجرات، ګوجرانواله، حافظ آباد، چنیوټ، فیصل آباد، سرګودھا او شا او خوا سيمو كښې د زيات باران الرټ جاری كړې۔ د نهې په ورځ د این ډی اېم اے میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې اسلام آباد،پينډۍ، جهلم، چكوال، اټك ٬ ملتان، خانیوال، بهاولنګر، بهاولپور، رحیم یار خان، ډی جی خان، راجن پور او شا او خوا سيمو كښې د راروانو 12 نه تر 24 ساعتونو په مهال وخت په وخت د باران امكان دے۔ د دې بارانونو له امله په پنجاب كښې سېلاب ځپليو سيمو كښې مسئلې زياتيدې شي۔ له دې كبله دریابونو ، نالو څخه به لرې پاتې كېدل ٬ غېر ضروري سفر څخه به ډډه كول او حفاظتي اقدامات باوري كولو سره سبه د انتظاميې په هداياتو عمل كول وي۔












