د سي پيك 2.0 د لارې د پاکستان بندر ځايونو ٬ د تجديد وړ توان او لائيو اسټاك څانګې مضبوطولو بلها موقعې شتون لري٬ چينائي ټيكنالوجي او تجربې څخه بشپړه استفاده كولو له پليټ فارم جوړوو: پروفيسر احسن اقبال

تیانجن ۔2 ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې د سي پيك 2.0 د لارې د پاکستان بندر ځايونو ٬ د تجديد وړ توان او لائيو اسټاك څانګې مضبوطولو بلها موقعې شتون لري ٬ چينائي ټيكنالوجي او تجربې څخه بشپړه استفاده كولو له پليټ فارم جوړوو۔ ده دا خبره د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) غونډې په …

تیانجن ۔2 ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې د سي پيك 2.0 د لارې د پاکستان بندر ځايونو ٬ د تجديد وړ توان او لائيو اسټاك څانګې مضبوطولو بلها موقعې شتون لري ٬ چينائي ټيكنالوجي او تجربې څخه بشپړه استفاده كولو له پليټ فارم جوړوو۔ ده دا خبره د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) غونډې په مهال د سي پېك لاندې د پاکستان–چین مرستې په نوې موقعو خبرو لپاره د تيانجن دورې په موقعه وكړه۔ ده ووئيل د سي پيك 2.0 د لارې د پاکستان بندر ځايونو ٬ د تجديد وړ توان او لائيو اسټاك څانګې مضبوطولو بلها موقعې شتون لري۔ وفاقی وزیر د هوان شینګ نیو انرجی سولر پلانټ جاج اغستلو سره ووئيل هوان شینګ پلانټ د څلورم صنعتي انقلاب كچې خودكاره منصوبه ده٬ پاكستان به هم نوو توان منصوبو څخه ګټه پورته كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان به د كركيلې په څانګه كښې د چين په مرسته د بائیو ټېکنالوجی په څانګه كښې بشپړه مرستې ته وده وركړي۔ ده ووئيل مونږ چينائي ټېكنالوجۍ او تجربې څخه استفاده كولو له پلېټ فارم جوړوو٬ سباؤن د سولر او ګرين انرجي دے٬ چينائي كمپنۍ ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوو۔ ده په چين كښې ځناورو لپاره د وېكسين تيارولو لويې كمپنۍ دوره هم وكړه چرته چې ده په پاكستان كښې د پلانټ لګولو پېشكش وكړو۔ وفاقی وزیر ووئيل په پاكستان كښې لائيو سټاك د زرعي معيشت مضبوطه برخه ده۔ ځناورو رنځونو څخه بچ كولو سره د غوښې برآمدات زياتول يو مهم هدف دے۔ ده ووئيل سی پیک 2.0 سره د پاكستان او چين مرسته نوې بامونو ته ورسي