د پاکستان۔چائنا انسټیټیوټ (پی سی آئی) د شنګھ هوا یونیورسټی سکول آف انوائرمنټ سره په ګډه د پاک۔چین ګرین ډویلپمنټ ډائیلاګ اهتمام ٬ د خصوصي اقتصادي زونز په اړه پالېسي پيپر جاري

بیجنګ۔2 ستمبر(اے پی پی) پاکستان۔چائنا انسټیټیوټ (پی سی آئی) د شنګھ هوا یونیورسټی سکول آف انوائرمنټ سره په ګډه د وزيراعظم شهباز شريف د چين دورې په مهال د پاک۔چین ګرین ډوېلپمنټ ډائیلاګ اهتمام وكړو۔ د ډائیلاګ په مهال د خصوصي اقتصادي زونز په اړه پالېسي پېپر جاري كړے شو۔ په دې ډائيلاګ كښې پالیسی جوړونكو ٬ محققینو او د صنعت پوهانو په پاكستان كښې ګرین خصوصی اقتصادی زونز ( …

بیجنګ۔2 ستمبر(اے پی پی) پاکستان۔چائنا انسټیټیوټ (پی سی آئی) د شنګھ هوا یونیورسټی سکول آف انوائرمنټ سره په ګډه د وزيراعظم شهباز شريف د چين دورې په مهال د پاک۔چین ګرین ډوېلپمنټ ډائیلاګ اهتمام وكړو۔ د ډائیلاګ په مهال د خصوصي اقتصادي زونز په اړه پالېسي پېپر جاري كړے شو۔ په دې ډائيلاګ كښې پالیسی جوړونكو ٬ محققینو او د صنعت پوهانو په پاكستان كښې ګرین خصوصی اقتصادی زونز ( اېس ای زیز )لپاره يو عملي روډ مېپ هم ترتيب كړو۔د پي سي آئي لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په دستوره كښې د موسمياتي بدلون وزير مملكت ډاکټر شذرہ منصب علی کھرل، پروفېسر تیان جن پنګ (سکول آف انوائرمنټ، شنګھ هوا یونیورسټی)، مصطفیٰ حېدر سید (اېګزیکټو ډائرېکټر پی سی آئی)، شو تیانکی (ډائرېکټر ایریا سټډیز، چونګ یانګ انسټیټیوټ فار فنانشل سټډیز، رینمن یونیورسټی)، ډاکټر عارفه اقبال (ایډېشنل سېکریټری و ای ډی جی-ټو، بورډ آف انویسټمنټ)، پروفېسر بی کیجیا (ایسوسی ایټ پروفیسر، سکول آف بزنس، شیان انټرنیشنل سټډیز یونیورسټی) او عمر فاروق (سینئر ریسرچر، پی سی آئی) ګډون وكړو۔ پالیسی پېپر مصطفیٰ حېدر سید، عمر فاروق او پروفېسر تیان جن پنګ مرتب كړے دے۔ مذاكرې ته د پرانستې خطاب كښې پروفېسر تیان جن پنګ ووئيل ننۍ ورځ د پاکستان خصوصی اقتصادی زونز كښې خيالات عملي كولو له مختص ده۔ ده ووئيل صلاحیت سازی دومره ضروري ده څومره چې مشينري وي۔ په خپل خطاب كښې مصطفیٰ حېدر سید ووئيل زمونږ فوك په نظريه نه بلكې په عملي نفاذ ده۔ ګرین اېس ای زیز به هغه وخت كامياب شي كله چې د شفاف پېداوار كمپنيو پیداواری مصاريف كم شي۔ ده ووئيل په دې پېپر كښې په يو شمېر موضوعاتو بحث شوے دے۔ په خپل خطاب كښې وزير مملكت ډاكټر شذره منصب علي كھرل ووئيل مونږ له به د چين د ماحولیاتی صنعتی پارکس تجربو څخه زده كړه كول او دا د خپل ضرروت له مخې كارول وي۔ د ګرین ټرانزیشن مطلب دا نه دے چې ټولې رڼاګانې دې بندې كړ شي بلكې د دې مطلب غوره رڼاګانو څخه استفاده كول دي۔ په پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو په اړه ډاكټر عارف اقبال په خپل خطاب كښې ووئيل وزیراعظم شهباز شریف سره 300 څخه زيات پاكستاني كمپنۍ هم همكارۍ لپاره چين ته راغلې دي۔ دې ووئيل اېس اېم ایز سره اكثر د سرمايې او تكنيكي صلاحيت كمې وي له دې كبله مونږ داسې آلات ډيزائن كوو كوم چې مسابقت پېدا كړي۔ په همكارۍ تبصره كولو سره ډین شنګھ هوا یونیورسټی لیو شومنګ ووئيل صنعت داسې حل غواړي د كوم چې پېمائش او فنانس ممكن وي او هغه په آپرېشنز كښې هم د باور وړ وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په پالېسی پېپر كښې ای آئی پی سره د پېوست معياراتو اختيارولو ، د ګډو آسانيو مركب سرمايې سره فنانس كولو ٬ اېس اېم ای سپورټ په ون ونډو اېس ای زېډ كښې شاملولو او ضمنی مصنوعات او توان لپاره ډیجیټل پلېټ فارمز معارفي كولو ته خصوصي پاملرنه شوې ده