اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د كشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام وئيلي چې د وزیراعظم په سپارښتنه كے پی، ګلګت بلتستان او كشمیر كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د ځپليو سيمو دوره كړې او هلته مې د مرستې هلو ځلو جاج اخستلې، د سېلاب او باران له امله د شهيد شوو كسانو كورنيو له معاوضې وركول به باوري كولې شي، د صوبائی …
د وزیراعظم په سپارښتنه مې خيبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او آزاد كشمیر كښې د سيلاب ځپليو سيمو دوره وكړه: انجینئر امیر مقام
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د كشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام وئيلي چې د وزیراعظم په سپارښتنه كے پی، ګلګت بلتستان او كشمیر كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د ځپليو سيمو دوره كړې او هلته مې د مرستې هلو ځلو جاج اخستلې، د سېلاب او باران له امله د شهيد شوو كسانو كورنيو له معاوضې وركول به باوري كولې شي، د صوبائی حكومت د اړخه د ځپليو فهرست كښې د تاخیر په سبب نورو ځپليو له د مرستې چېك وركولو كښې تاخیر شوے،د 40 شهيدانو پسماندګانو له وزیراعظم چېك وركړې۔ د نهې په ورځ قومی اسمبلۍ كښې په هېواد كښې د روان سېلاب او بارانونو د لاسه په شوې زيانونو بحث پېل كولو سره ده ووئيل پاكستان كښې د سېلاب او بارانونو دلاسه ځپلې شوو سره خواخوږي كولو سره سره افغانستان كښې د زلزلې له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس او غم دړد څرګندونه كوو۔ ده ووئيل ما له په ځپليو سيمو كښې د وزیراعظم د كوآرډینیشن ذمه وارۍ راكړې شوې۔ خېبر پښتونخوا سره سره ګلګت بلتستان او آزاد كشمیر كښې هم د سېلاب او بارانونو له امله لوے زيان شوے۔ ده ووئيل ما د وزیراعظم په سپارښتنه د ځپليو سيمو دوره وكړه، ځپليو له خپلو سيمو كښې معاوضه وركړې شوې۔ د مواصلات وزارت د ځپليو لارو بحالۍ لپاره فعال دے۔ده ووئيل په 15 اګست خېبر پښتونخوا كښې سېلاب راغلے،بونېر كښې تباهی شوې،وزیراعظم د ځپليو بحالۍ او ريليف لپاره كمېټی جوړه كړې،دا مهال هغه د چین په دوره دے او نن هم هغه په زوم د دې كمېټۍ جاج اخستلو له غونډه كوي۔ وزیراعظم هره ورځ غونډه كولو سره د دې مانیټرنګ كوي۔ ده ووئيل د سېلاب له امله كاروبار او املاكو ته زيان رسيدلے۔ مونږ د وفاق د اړخه ځپليو سره مرستي له سروے هم كوو












