د سينيټ چیئرمين سید یوسف رضا ګیلانی د صادق سنجرانی د پلار په مړينه غمراز ي

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د سېنېټ پخواني چیئرمېن صادق سنجرانی د پلار آصف سنجرانی په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ د سېنېټ چیئرمېن د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ووئيل ارواښاد يو باوقار او معتبر شخصیت ؤ چا چې خپل ژوند خذمت، دیانت او ښو اخلاقو سره تېر كړې۔ ده ووئيل د آصف سنجرانی …

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د سېنېټ پخواني چیئرمېن صادق سنجرانی د پلار آصف سنجرانی په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ د سېنېټ چیئرمېن د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ووئيل ارواښاد يو باوقار او معتبر شخصیت ؤ چا چې خپل ژوند خذمت، دیانت او ښو اخلاقو سره تېر كړې۔ ده ووئيل د آصف سنجرانی په حق رسېدل نه يواځې د هغه د كورنۍ بلكه ټولي سيمي لپاره يو لوے زيان دے۔د سېنېټ چیئرمېن دعا وكړه چې لوے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ ده د سېنېټ پخواني چیئرمېن صادق سنجرانی او د هغه د كورنۍ سره غمرازي كولو سره ووئيل سېنېټ په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك دے۔ د سېنېټ ډپټي چیئرمېن سیدال خان او د حكومتي ډلي مشر سېنېټر اسحاق ډار هم تعزیتی پیغامونو كښې د آصف سنجرانی په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل د ارواښاد خدمات، مينه او خلوص به تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔ دوي ارواښاد له د لوړو درجو او غمجني كورنۍ له د زغم دعا اوكړه۔