کراچۍ 01 ستمبر (اے پي پي) په مدرسة الاسلام يونيورسټۍ سندھ كښې د ايس ايم آئي د تاسيس 141 مه ورځ لمانځلې شوې٬ په دې موقع د سندھ کي يونيورسټيز پرو چانسلر/صوبائي وزير تعليم سيد سردار علي شاہ ووئيل چې دا مدرسته د برتانيه سامراجي واكمنو نه وه جوړه كړې بلكې ځائي اولس جوړه كړې ده۔ ده ووئيل مونږ له به خپل ھغه اتلان پېژندل وي چا چې په نو …
په مدرسة الاسلام يونيورسټۍ سندھ كښې د ايس ايم آئي د تاسيس 141 مه ورځ ولمانځلې شوه
کراچۍ 01 ستمبر (اے پي پي) په مدرسة الاسلام يونيورسټۍ سندھ كښې د ايس ايم آئي د تاسيس 141 مه ورځ لمانځلې شوې٬ په دې موقع د سندھ کي يونيورسټيز پرو چانسلر/صوبائي وزير تعليم سيد سردار علي شاہ ووئيل چې دا مدرسته د برتانيه سامراجي واكمنو نه وه جوړه كړې بلكې ځائي اولس جوړه كړې ده۔ ده ووئيل مونږ له به خپل ھغه اتلان پېژندل وي چا چې په نو آبادياتي دور كښې جديد تعليمي ادارې وكړې كړې وې لكه حسن علي آفندي چا چې اېس اېم آئي جوړه كړې، ډاکټر نور محمد لاکھير د نور محمد سکول حيدرآباد باني دے د ټنډوباګو سکول باني مير غلام محمد تالپور او مدرسه اسکول نوشهروفيروز باني الهندو شاہ دے۔ سيد سردار علي شاہ ووئيل چې خان بهادر حسن علي آفندي سردار يا جاګيردار نه ٶ خو په كراچۍ كښې ئې جديد تعليمي ادارہ جوړه كړې چې پكښې قائداعظم محمد علي جناح، سر شاهنواز بھټو، سر عبداللہ هارون، ډاکټر عمر بن محمد داٶد پوته او نورو شخصياتو ابتدائي تعليم ترلاسه كړې۔ ده ووئيل چې په دې دستوره كښې په ګډون كولو خوشحالي او فخر محسوسوم٬ كومه چې د يو پوهنتون په توګه كار كوي۔ په دې موقع ده د اېس اېم آئي يو وائس چانسلر، د فيکلټۍ غړو، عملے او زده كوٶنكو ته مباركي هم وركړه۔ په دې موقع د مدرسې وائس چانسلر ډاکټر مجيب صحرائي٬ اسسټنټ پروفيسر وفا منصور برړو او تعليم پوهه سيد جعفر احمد هم وېنا وكړه او خپلو خبرو كښې دوي ووئيل چې مونږ له ھغه عظيم شخصياتو ته پېرزوئنې وړاندې كول پكار دي چا چې خپل جوړې كړې شوې تعليمي ادارو د لارې په ټولنه كښې سماجي او سياسي حالات بدل كړي۔ په دې موقع د تعليم صوبائي وزير د مدرسې پخوانو زده كوٶنكو وائس چانسلر او نورو سره شمع روښانه كولو سره د اېس اېم آئي المنائی ایسوسی ایشن جوړولو پېل هم وكړو٬ په دستوره كښې د بېلا بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرز، تعليمي پوهانو٬ سركاري چاوراكو، د اېس اېم آئي یو ډینز، د فېكلټۍ غړو او زده كوٶنكو په لويه شمېره ګډون وكړو٬ په دې موقع ګرانو مېلمنو ته سووینئرز هم وړاندې كړې شول۔












