اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي د وزيراعظم شهباز شريف په خاص هدايت د خپلې حلقې ميلسي سېلاب ځپليو سيمو دوره وكړه۔ په دې موقع د وهاړي ډي پي او اېم افضل او د ضلعې انتظاميې چارواكي هم ده سره وو۔ د ګل په ورځ اسلام آباد څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير د ميلسي رېليف كيمپ …
د وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي د ميلسي سېلاب ځپلې سيمو دوره٬ د ريليف آپريشنز ګړندي كولو او ځپليو له د فوري مرستې باوري كولو هدايات
اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي د وزيراعظم شهباز شريف په خاص هدايت د خپلې حلقې ميلسي سېلاب ځپليو سيمو دوره وكړه۔ په دې موقع د وهاړي ډي پي او اېم افضل او د ضلعې انتظاميې چارواكي هم ده سره وو۔ د ګل په ورځ اسلام آباد څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير د ميلسي رېليف كيمپ جاج واغست او ځپليو سره يې ملاقات وكړو۔ضلعې انتظاميې هغه ته د رېسكيو آپرېشنز او سېلابي صورتحال په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير اونګزيب خان كهچي انتظاميې ته هدايت وكړو چې د رېليف آپريشنز دې لا تند كړے شي او ځپليو ته د فوري مرستې آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل چې دا مهال تر ټولو لويې چېلنج د ځپليو كسانو بحالي ده٬حكومت به ځپلي يوازې نه پرېږدي او د هغوي به هره ممكنه مرسته كوي٬حكومت ځپلې اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے او ټول وسائل به كارولې شي۔












