سيد يوسف رضا ګيلاني چلاس كښې د چورلكې پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني چلاس ته نزدې د تربيتي پرواز په مهال د پاك پوځ چورلكې په پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔پېښه د پرواز په مهال د تكنيكي خرابۍ له امله شوې۔د ګل په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان كښې شهيد شويو افسرانو او ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنه وړاندې كولو …

اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني چلاس ته نزدې د تربيتي پرواز په مهال د پاك پوځ چورلكې په پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔پېښه د پرواز په مهال د تكنيكي خرابۍ له امله شوې۔د ګل په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان كښې شهيد شويو افسرانو او ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنه وړاندې كولو سره وئېلې شوې دي چې دې مېړنو ځوانانو د هېواد تحفظ او قومي سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې دي۔ د سينيټ چيئرمېن د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې ټول قوم د غم په دې سخت وخت كښې غم جنو كورنيو سره دے۔ده ووئيل چې د شهيدانو لازوالې قربانۍ د هېواد د استحكام او سلامتيا ضمانت دے۔