تيانجن 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاک چين دوستې ګردې نړۍ كښې ځانګړې مقام لري، دواړه هېوادونه په هره سخته كښې يو بل سره ولاړ پاتې شوي دي ، د پاکستان په اقتصادي او سماجي پرمختګ كښې چين ډېر اهم كردار لوبولې ۔ وزيراعظم شهباز شريف سره د کميونسټ پارټي آف چائنه د تيانجن د سټينډنګ غړي او د تيانجن-بنهائي نيو ايريا پارټۍ …
پاک چين دوستې ګرده نړۍ كښې ځانګړې مقام لري، دواړه هيوادونه په هره سخته كښې يو بل سره ولاړ پاتې شوي دي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د کميونسټ پارټي آف چائنه د تيانجن د سټينډنګ غړي ليون ماٶ جن سره په ملاقات كښې خبرې
تيانجن 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاک چين دوستې ګردې نړۍ كښې ځانګړې مقام لري، دواړه هېوادونه په هره سخته كښې يو بل سره ولاړ پاتې شوي دي ، د پاکستان په اقتصادي او سماجي پرمختګ كښې چين ډېر اهم كردار لوبولې ۔ وزيراعظم شهباز شريف سره د کميونسټ پارټي آف چائنه د تيانجن د سټينډنګ غړي او د تيانجن-بنهائي نيو ايريا پارټۍ سيکرټري ليون ماٶ جن سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو۔ په دې موقع د خبرو په مهال وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاکستان او چين ملګرتيا ګرده نړۍ كښې ځانګړې مقام لري ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه په هره سخته كښې يو بل سره ولاړ پاتې شوي دي۔ د پاکستان په اقتصادي او سماجي پرمختګ كښې چين ډېر اهم كردار لوبولے۔ ده زياته كړې چې د چين صدر شي جن پنګ په مشرۍ كښې د تيانجن په پرمختګ خوشحاله شوې يم، د تيانجن-بنهائي نيو ايريا او د پاکستان ترمېنځه په اقتصادي مرسته او تجارت زياتولو كښې خوښي لرؤ، د پاکستان کراچي پورټ، بن قاسم پورټ او ګوادر پورټ او د چين د تيانجن پورټ ترمېنځه مرستې او تجارت ته پراختيا وركول غواړو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې مونږ په پاكستان كښې په خاص اقتصادي زونز كښې د چين د كمپنو هركلے كوٶ۔ ده ووئيل د پاكستان حکومت په تېر 1.5 كالو كښې په معاشي اصلاحاتو كښې ځانګړې سنګ ميل ترسره كړے دے٬ د اېف بي آر ډيجيټائزيشن ، نوې قامي اقتصادي پاليسۍ او د آئي ټي په حقله اقداماتو ته د ودې وركولو پشمول د يو شمېر نورو اصلاحاتو خپله نګراني كوم۔ وزيراعظم شهباز شريف تيانجن څخه په صنعتي او اقتصادي څانګه كښې د تړون لرونكو شخصياتو پلاوي ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ په دې مهال وزيراعظم ته تيانجن-بنهائي نيو ايريا د پارټۍ سيکرټري ليون ماٶ جن لخوا په دې لړ كښې بريفنګ وركړو۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران احسن اقبال، عطاء تارړ، د وزيراعظم سلاحكار طارق فاطمي، په پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ، په چين كښې د پاکستان سفير خليل هاشمي او اړوند اعليٰ سرکاري افسران هم موجود وو۔












