د آزميښت او تكليف په دې وخت كښې د نبي عليه السلام د رحمت سوري ته اړتيا لرؤ٬ د ټاكلي استازي په توګه دا زمونږ فرض دي چې د نبي عليه السلام د تعليماتو په رڼا كښې د قام لارښودنه وكړؤ: سردار اياز صادق

اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د ازمېښت او تكليف په دې وخت كښې ټول قام خفه دے ٬ مونږ ټول د نبي اكرم (ص) د رحمت سېوري ته اړتيا لرؤ۔ د ټاكلي استازي په توګه زمونږ فرض دي چې د نبي علېه السلام د تعليماتو په رڼا كښې په دې سخت وخت كښې د قام لارښودنه وكړؤ۔ د ګل په ورځ …

اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د ازمېښت او تكليف په دې وخت كښې ټول قام خفه دے ٬ مونږ ټول د نبي اكرم (ص) د رحمت سېوري ته اړتيا لرؤ۔ د ټاكلي استازي په توګه زمونږ فرض دي چې د نبي علېه السلام د تعليماتو په رڼا كښې په دې سخت وخت كښې د قام لارښودنه وكړؤ۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ غوندې په پېل كښې ده ووئيل ربيع الاول مياشت پېل شوې ده۔ ده ووئيل قومي اسملۍ سېكرټرېټ د جشن عيد ميلاد النبي په لړ كښې د برقي چراغونو ٬ نندارتون او نورو دستورو دانتظام كړے ؤ خو د دوه اوونيو په مهال هېواد د طوفاني بارانونو ٬ كلاؤډ برسټ او د هند لخوا د راپرېښودلې شوې اوبو د لاسه د تاري تور ټولو زيات سېلاب سره مخ دے۔ ده ووئيل په ګلګت بلتستان ٬ كشمير ٬ خېبر پښتونخوا او د هېواد په نورو سيمو كښې تباهي خپرولو څخه وروستو اوس دا سېلاب سيند پلو روان دے۔ ده ووئيل د ازمېښت او تكليف په دې وخت كښې ټول قام خفه دے ٬ مونږ ټول د نبي اكرم (ص) د رحمت سېوري ته اړتيا لرؤ۔ د ټاكلي استازي په توګه زمونږ فرض دي چې د نبي علېه السلام د تعليماتو په رڼا كښې په دې سخت وخت كښې د قام لارښودنه وكړؤ ۔ ده ووئيل په پارلیمنټ هائوس كښې د جشنِ عید میلاد النبی (ص) په لړ كښې يو ساده مګر پروار پروګرام پېل شوې دې۔ په دې موقعه سپيكر ټولو غړو ته اپېل وكړو چې هغوي دې دا مقدسه مياشت د انسانيت خذمت ته وقف كړي