ملتان۔ 01 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د ګل په ورځ د ملتان سېلاب ځپليو سيمو دوره وكړه او په فلډ ريليف كېمپونو كښې يۍ د دارو درملو او نورو آسانيو جاج واغست۔ د قامي اسمبلۍ غړے سيد علي قاسم ګيلاني ٬ سيد احمد مجتبی ګېلاني او د ضلعي انتظاميې افسران هم ده سره وو۔ سید یوسف رضا ګیلانی په قاسم بېله او لنګړیال …
د سينيټ چيئرمين په ملتان كښې د سيلاب ځپليو سيمو او كيمپونو دوره ٬ ځپلي به يوازې پريښودلې نه شي: سيد يوسف رضا ګيلاني
ملتان۔ 01 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د ګل په ورځ د ملتان سېلاب ځپليو سيمو دوره وكړه او په فلډ ريليف كېمپونو كښې يۍ د دارو درملو او نورو آسانيو جاج واغست۔ د قامي اسمبلۍ غړے سيد علي قاسم ګيلاني ٬ سيد احمد مجتبی ګېلاني او د ضلعي انتظاميې افسران هم ده سره وو۔ سید یوسف رضا ګیلانی په قاسم بېله او لنګړیال كښی سېلاب ځپليو څخه د هغوي خېريت وپوښتلو۔ ده مظفر آباد سره د پېوستو سيمو خلكو ته اپيل وكړو چې هغوي دې سېلاب څخه بچ كېدو او وتلو كښې انتظاميه سره تعاون وكړي۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې سيد يوسف ريضا ګيلاني ووئيل پاكستان په خاص توګه پنجاب كښې زيات خلك ځپلې شوي دي۔ ده ووئيل قامي يوالي لپاره ضروري ده چې د مصيب په دې وخت كښې د سېلاب ځپليو مرسته وكړې شي۔ ده مخير حضراتو ته اپيل وكړو چې هغوي دې په دې سخت وخت كښې خپل كورونه پرېښودونكو سره مرسته وكړي دغسې چې د هغوي حوصله لوړه كړې شي۔ ده د ميډيا د كردار ستائنه كولو سره ووئيل ميډيا په هر سخت وخت كښې مثبت كردار ترسره كړے دے كوم چې د ستائنې وړ دے۔ ۔سید یوسف رضا ګیلانی دريابونو سره پېوست سيمو څخه وتلو كښې په مرسته او د نورو انتظاماتو په كولو د انتظاميې هم ستائنه وكړه۔












