پېنډي 01 ستمبر (اے پي پي) د پاك فضائيې چورلكه اېم آئي۔17 هډور كلي سره نزدې نسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې د پائيلوټ پشمول د عملې پنځه كسان شهيدان شوي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د ګل په ورځ اېم آئي۔17 چورلكه د ټھك داس چهاٶڼۍ نه 12 كلوميټره لرې هډور كلي سره نزدې پرېوته٬ چورلكه د معمول له مخې د تربيې …
د پاك فضائيې چورلكه هډور كلي سره نزدې نسكوره شوه٬ د پائليوټ پشمول د عملې پنځه كسان شهيدان: آئي ايس پي آر
پېنډي 01 ستمبر (اے پي پي) د پاك فضائيې چورلكه اېم آئي۔17 هډور كلي سره نزدې نسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې د پائيلوټ پشمول د عملې پنځه كسان شهيدان شوي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د ګل په ورځ اېم آئي۔17 چورلكه د ټھك داس چهاٶڼۍ نه 12 كلوميټره لرې هډور كلي سره نزدې پرېوته٬ چورلكه د معمول له مخې د تربيې په پرواز وه چې پكښې فني نقص پېدا شو۔ د چورلكې پرېوتو په نتيجه كښې پائلټ ان كمانډ مېجر عاطف، كو پائلټ مېجر فيصل، فلائټ انجينئر نائب صوبيدار مقبول، كريو چيف حوالدار جهانګير او كريو چيف نائيك عامر شهيدان شول۔ دا خبره دې ياده وي چې د تربيي مشن د آرمي ايوي اېشن د معمول هلو ځلو برخه ده چې مقصد ئې آپريشنل سپورټ سره سره د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې او د افتونو په مهال بېلا بېلو هلو ځلو كښې مرستې لپاره اپرېشنل تيارۍ په ځايې ساتل دي٬ پاك پوځ د هر ډول چمتوالي باوري كولو عزم لري۔












