اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په افغانستان كښي زلزله ځپليو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملكت په افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې او وئيلې يۍ دي چې په دې سخت وخت كښې پاكستان افغان …
د صدر مملكت آصف علي زرداري په افغانستان كښي زلزله ځپليو سره غمرازي
اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په افغانستان كښي زلزله ځپليو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملكت په افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې او وئيلې يۍ دي چې په دې سخت وخت كښې پاكستان افغان اولس سره يو برابر ولاړ دے۔ صدر آصف علي زرداري د ژوبل شويو روغ صحت لپاره او د ځپلې كورنيو حوصلې لپاره دعا وكړه۔ صدر د حق رسېدليو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه هم وكړه۔












