پاكستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د ايس سي او مشرانو غونډې ته وينا

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف ترهګري٬ بېلتون خوښي او انتها پسندي ټولې منطقې لپاره سنګين خطر ګرځولو سره وئيلي دي چې پاكستان د هر ډول او شكل ترهګرۍ غندنه كوي٬ نړۍ سياسي ګټو لپاره ترهګري د وسلې په توګه د كاروٶنكو هېوادونو ناسمه بيانيه نه تسليموي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د چين په تيانجن ښار كښې د اېس …

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف ترهګري٬ بېلتون خوښي او انتها پسندي ټولې منطقې لپاره سنګين خطر ګرځولو سره وئيلي دي چې پاكستان د هر ډول او شكل ترهګرۍ غندنه كوي٬ نړۍ سياسي ګټو لپاره ترهګري د وسلې په توګه د كاروٶنكو هېوادونو ناسمه بيانيه نه تسليموي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د چين په تيانجن ښار كښې د اېس سي او هېوادونو د مشرانو كونسل 25مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ په بريدونو كښې د بهرنيو لاسونو د ككړ كېدو ثبوت موجود دے، ناوړه جرائمو كښې ككړو او سهولت كارو له به ځواب وركول وي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي٬ پاكستان يوازې خپل ځان له نه بلكې ټولې منطقې او نړۍ لپاره قربانۍ وركړې دي، مونږ 90 زره نه د زياتو قېمتي ځانونو قربانۍ وركړې دي٬ مېندو٬ كوچنيانو٬ ډاكټرز٬سائنس مدارو، وګړو او چارواكو خپل ځانونه قربان كړي۔ وزيراعظم شهباز شريف ترهګري٬ بېلتون خوښي او انتها پسندي ټولې منطقې لپاره سنګين خطر ګرځولو سره ووئيل چې پاكستان د ترهګرۍ د هر شكل او صورت غندنه كوي٬ نړۍ سياسي مفادو لپاره ترهګري د وسلې په توګه د كاروٶنكو هېوادونو ناسمه بيانيه نه تسليموي۔