اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په سوئيلي اسياء كښې تل پاتي امن لپاره د بشپړې مكالمې په حاجت زور راوړولو سره وئيلي دي چې پاكستان خپلو ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د معمول له مخې اړيكو كښې خوښي لري٬ امن٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره به د اېس سي او غړو هېوادونو سره په ګډه هڅې روانې ساتوو، په ايران د اسرائيل جواز نه لرونكے جارحيت د …
په سوئيلي اسياء كښې تل پاتې امن بشپړه مكالمې ته اړتيا لري٬ د وزيراعظم شهبازشريف په تيانجن كښې د ايس سي او هيوادونو د مشرانو غونډې ته وينا
اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په سوئيلي اسياء كښې تل پاتي امن لپاره د بشپړې مكالمې په حاجت زور راوړولو سره وئيلي دي چې پاكستان خپلو ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د معمول له مخې اړيكو كښې خوښي لري٬ امن٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره به د اېس سي او غړو هېوادونو سره په ګډه هڅې روانې ساتوو، په ايران د اسرائيل جواز نه لرونكے جارحيت د غندنې او نه قبلېدو وړ دے٬ په غزه كښې روان ظلم او لوږه زمونږ د اجتماعي ضمير يو نه ښه كېدونكے پرهر دے٬ د ظلم او د خونړي جنګ په سمدستي توګه د خاتمې د مطالبې پخلې كوٶ، پاکستان سختو بارانونو، ګلوبل وارمنګ، کلاٶډ برسټ او تباهي خپرونكو سېلابونو سره مخ دے ٬ نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه د چين لخوا مرستې ته په درنه سترګه ګورؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د چين په تيانجن ښار كښې د اېس سي او هېوادونو د مشرانو كونسل 25مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم په تيانجن كښې خپله موجودګي د وياړ وړ ګرځولو سره ووئيل چې تيانجن د چين د بنيادي دود او دستور نمائندګي او تهذيبونو او كلتورونو لپاره د پل كردار لوبوي٬ په تياجن كښې مونږ هم د دې جذبې تجديد لپاره راغونډ يوو۔ ده په زړه پورې كوربتوبو او بشپړه انتظاماتو د چين د صدر او حكومت مننه وكړه۔ په دې موقع ده ازبکستان او کرغزستان ته د دوي د آزادۍ په ورځ مباركي هم وركړه۔ وزيراعظم ووئيل اېس سي او د سيمه ايزې مرستې او انضمام ودې لپاره د پاكستان د اوږدې مودې عزم عكاسي ده، د چين کاميابۍ د صدرشي جن پنګ د زيرك او بصيرت افروز قيادت څرګندونه ده، د چين نړيوال قيادت په اېس سي او كښې نه بلكې په يو شمېر سيمه ايزو نړيوال فورمز او په ځاڼګړې اقداماتو كښې ښكاره ليدلے شي۔ ده ووئيل پاكستان تل د ګڼ اړخيزه مكالمې او سفارتكارۍ په طاقت باور لري٬ هر يو هېواد لپاره خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت نه زيات څه نه وي٬ پاكستان د اېس سي او غړو او د ګاٶنډي هېوادونو د پخپلواكۍ او سيمه ايز سالميت احترام كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د ټولو نړيوالو او دوه اړخيزه لوظنامو احترام كوٶ۔ده ووئيل ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د معمول له مخې اړيكو٬ خبرو اترو او سفارتكارۍ كښې خوښي لرؤ٬ امن، پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به د اېس سي او غړو هېوادونو سره هلې ځلې روانې ساتؤ۔ په سوئيلي آسيا كښې تل پاتي امن لپاره د بشپړه مكالمې په ضرورت زور راٶړلو سره وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې پاکستان به د ملګرو ملتونو او د اېس سي او په چارټر عمل كوي۔ وزيراعظم په ايران د اسرائيل د جواز نه لرونكي جارحيت غندنه كولو سره ووئيل د بشپره مكالمې د لارې ټولې مسئلې هوارېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل په غزه كښې روان ظلم او لوږه زمونږ د اجتماعي ضمير نه ښه كېدونكے پرهر دے۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو د منظور كړې شوي دوه رياستي حل ملاتړ كوي۔ وزيراعظم ووئيل د ظلم او د خونړي جنګ په سمدستي توګه د خاتمې د مطالبې پخلې كوٶ۔












