د وفاقي وزير امير مقام سيد علي ګيلاني ته د هغه په تلين دعقيدت پيرزوئنې

اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي چې سيد علي ګيلاني د آزاد كشمير لارښود و۔ د هندي ظلمونو باوجود هغه تسلط نه دې تسليم كړے٬د هغه قربانۍ د كشميريانو لپاره د لارې مشال دے۔د علي ګيلاني په تلين خپل پېغام كښې انجينئر امير مقام ووئيل چې "مونږ پاكستاني يوو٬پاكستان زمونږ دے" نن هم د كشميريانو نعره ده٬د پاكستان حكومت به …

اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي چې سيد علي ګيلاني د آزاد كشمير لارښود و۔ د هندي ظلمونو باوجود هغه تسلط نه دې تسليم كړے٬د هغه قربانۍ د كشميريانو لپاره د لارې مشال دے۔د علي ګيلاني په تلين خپل پېغام كښې انجينئر امير مقام ووئيل چې “مونږ پاكستاني يوو٬پاكستان زمونږ دے” نن هم د كشميريانو نعره ده٬د پاكستان حكومت به د كشميريانو سفارتي ملاتړ روان ساتي۔انجينئر امير مقام ملګرو ملتونو څخه د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو نوټس اخستلو غوښتنه كولو سره ووئيل چې نړيواله ورورولي دې كشميري وګړو ته د خپلواكۍ حق وركولو كښې كردار ترسره كړي۔