اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي) پاك پوځ د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د خپل روان ريسكيو اينډ رېليف آپرېشن په مهال ګڼ شمېر كسان او ډنګر محفوظ ځايونو ته منتقل كړي دي۔ د ګل په ورځ د جاري شويو تفصيلاتو له مخې اټاري٬ هېډ سليمانكي٬ ريناله خورد٬ جند راكه٬ اوكاړه او ساهيوال كښې د پاك پوځ او سول انتظاميې رېسكيو اينډ رېليف آپرېشن روان دے٬ د سېلابي اوبو له …
د سيلاب ځپليو مرستې لپاره د پاك پوځ ريسكيو اينډ ريليف آپريشن روان دے٬ګڼ شمير كسان او ډنګر محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شول
اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي) پاك پوځ د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د خپل روان ريسكيو اينډ رېليف آپرېشن په مهال ګڼ شمېر كسان او ډنګر محفوظ ځايونو ته منتقل كړي دي۔ د ګل په ورځ د جاري شويو تفصيلاتو له مخې اټاري٬ هېډ سليمانكي٬ ريناله خورد٬ جند راكه٬ اوكاړه او ساهيوال كښې د پاك پوځ او سول انتظاميې رېسكيو اينډ رېليف آپرېشن روان دے٬ د سېلابي اوبو له امله ګڼ شمېر سيمو سره زمكيزه رابطه ختمه شوې ده٬ پاك پوځ د كشتو د لارې ځپلي رېسكيو كوي۔ پاك پوځ او سول انتظاميې ځپليو لپاره د مرستې كيمپونه جوړ كړي او ځپليو ته جامې٬داروګان او راشن وركولے شي۔ پاك پوځ د سېلاب ځپليو لپاره فري ميډيكل كيمپس هم جوړ كړي۔ دې سره پاك پوځ مشران ٬ مېرمنې او د كوچنيان په شمول نور ګڼ شمېر كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړي۔












