تیانجن۔1ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان د پاکستان او ایران په اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره په بېلو څانګو كښې دې ته د ودې وركولو عزم پخلے كړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د اېس سي او غړو هېوادونو سرمشريز كونسل غونډې په موقعه د …
د وزيراعظم شهباز شريف ايراني صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ملاقات ٬ دوه اړخيزه اړيكو كښې په پيشرفت د اطمينان څرګندونه
تیانجن۔1ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان د پاکستان او ایران په اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره په بېلو څانګو كښې دې ته د ودې وركولو عزم پخلے كړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د اېس سي او غړو هېوادونو سرمشريز كونسل غونډې په موقعه د اسلامي جمهوريه ايران صدر مسعود پزشكيان سره ملاقات وكړو۔ نائب وزیر اعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ٬ چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر او وفاقی وزيران هم په دې موقعه موجود وو۔ د ملاقات په مهال وزیراعظم ګاونډي هېواد ايران سره خپلو تاريخي او د ورورولۍ اړيكو لپاره د پاكستان د ژور عزم پخلے وكړو او په ګډ تاريخ ٬ كلتوري ورثه او عقيده د اډانه لرونكو اړيكو په مضبوطو بنيادونو يۍ رڼا واچوله۔ دواړو لارښودو په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه صورتحال جاج واغست او په پاك ايران اړيكو كښې په مثبت پېشرفت يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ صدر مسعود پیزشکیان ايران لپاره د پاكستان پرله پسې ملاتړ وستائلو او د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې همكاري زياتولو له يۍ د ايران د عزم پخلے وكړو۔ وزیراعظم د ایرانی صدر د روان كال اګست مياشت كښې د پاكستان د دورې ذكر كولو سره ووئيل چې دا دوره دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو كښې مرستياله ثابت شوه۔ وزیراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د سياسي او اقتصادي اړيكو لا مضبوطولو په اهميت زور راوړو۔ ده د ايران اولس او حكومت سره د پاكستان د تلپاتي يووالي پخلے هم وكړو۔ د ايران صدر د پاكستان په بېلو سيمو كښې د اوسني سېلابي صورتحال په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د ايران حكومت او اولس پاكستان سره دے












