اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د كل جماعتي حريت كنفرنس مؤسس لارښود سيد علي ته د هغه په تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې پاكستان سره د هغه ځانګړې مينه پاكستاني اولس لپاره وياړ او كشميري اولس سره زمونږ د روحاني او قلبي تعلق علامت دے۔سید علی ګیلانی خپل ژوند د كشمير آزادۍ لپاره ستړو ته وقف كړو۔ د هغه ژوند كشميري اولس لپاره …
وزيراعظم د كل جماعتي حريت كنفرنس مؤسس لارښود سيد علي ګيلاني ته د هغه په تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د كل جماعتي حريت كنفرنس مؤسس لارښود سيد علي ته د هغه په تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې پاكستان سره د هغه ځانګړې مينه پاكستاني اولس لپاره وياړ او كشميري اولس سره زمونږ د روحاني او قلبي تعلق علامت دے۔سید علی ګیلانی خپل ژوند د كشمير آزادۍ لپاره ستړو ته وقف كړو۔ د هغه ژوند كشميري اولس لپاره د ظالمانه تسلط په ضد د مزاحمت تلپاتے علامت دے۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ګل په ورځ د پير سيد علي ګيلاني څلورم تلين په موقعه خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل زه په ننۍ ورځ د پاكستاني اولس او حكومت لخوا د سيد علي ګيلاني كشمير لپاره ځانګړې هڅو او ستړو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ سید علی ګیلانی د خپل سياسي بصيرت او زيركې مشرتابه د لارې د كشمير او كشميري اولس غږ په تاريخ كښې ژوندے وساتلو دغسې چې دا د نړۍ ايوانونو ته ورسي۔ ده ووئيل پاكستان سره د هغه ځانګړې مينه پاكستاني اولس لپاره وياړ او كشميري اولس سره زمونږ د روحاني او قلبي تعلق علامت دے۔ ده ووئيل سيد علي ګيلاني خپل ژوند د كشمير د آزادۍ هلو ځلو او ستړو لپاره وقف كړو او د آزادۍ په تحريك كښې يۍ مهم كردار ترسره كړو۔ د هغه ژوند كشميري اولس لپاره د ظالمانه تسلط په ضد د مزاحمت يو تلپاتے علامت دے۔ ده ووئيل دا نعره ’’هم پاکستانی هیں، پاکستان همارا هے‘‘سید علی ګیلانی پورته كړې وه كومه چې نن هم د كشميري اولس په ژبو جاري ده او د جابر زړه او دماغ ته رسېدلې ده۔












