د سېنېټ چيئرمېن سره سينيټر رانا محمود الحسن او اېم پي اے رانا اقبال سراج ملاقات،سيد تنوير الحسن ګيلاني په مړينه غمرازي

ملتان 31 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره سينيټر رانا محمود الحسن او اېم پي اے رانا اقبال سراج ملاقات کړې او د ارواښاد سيد تنوير الحسن ګيلاني بخښني لپاره ئې فاتحه خواني کړې ده۔ په دې موقع سجادہ نشين دربار موسيٰ پاك شهيد سيد ابوالحسن ګيلاني ،رانا شاہد الحسن،پخوانې اېم پي اے رانا طاهر شبير او سيد مجتبيٰ ګيلاني هم موجود وو۔د سېنېټ …

ملتان 31 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره سينيټر رانا محمود الحسن او اېم پي اے رانا اقبال سراج ملاقات کړې او د ارواښاد سيد تنوير الحسن ګيلاني بخښني لپاره ئې فاتحه خواني کړې ده۔ په دې موقع سجادہ نشين دربار موسيٰ پاك شهيد سيد ابوالحسن ګيلاني ،رانا شاہد الحسن،پخوانې اېم پي اے رانا طاهر شبير او سيد مجتبيٰ ګيلاني هم موجود وو۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ارواښاد سيد تنوير حسن ګيلاني فلاحي او ديني خذمات ذکر کولو سره ووئيل ارواښاد د جنوبي پنجاب او په خاص توګه د ملتان اولس لپاره چې كوم كار كړې هغه به عمر له ياد ساتلے شي،د تعليم ودې لپاره د هغه خذمات د نه هيرولو دي۔په دې موقع د ملتان په موجودہ سېلابي صورتحال ، اقدامات او ريليف هلو ځلو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د سېنېټ چيئرمېند سېلاب او باران ځپليو سره د بشپړه يووالي څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل حكومت او ادارے به اولس چرې هم يواځي نه پريږدي۔د ځپليو سمدتي مرسته او بحالي به باوري كولې شي۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د ځپليو سره يو۔