اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري شنګھائي مرستي تنظيم د باور ، مساوات او سوكالۍ شريك وژن ګرځولو سره وئيلي چې لنډه موده كښې اېس سي او د نړۍ تر ټولو لوئ سيمه ايز تنظيم او يو قوي اونه جوړه شوې كوم چې امن، استحكام او سوكالۍ ودي له چمتو دے،اېس سي او جغرافيائي تسلسل مونږ ته تاريخي موقع راكړې چې مونږ معاشي رابطو …
شنګھائي مرستي تنظيم د نړۍ تر تولو لوئ سيمه ايز تنظيم او يوه قوي اونه جوړه شوې كوم چې امن، استحكام او سوكالۍ ودي له چمتو دے۔صدر مملكت آصف علي زرداري
اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري شنګھائي مرستي تنظيم د باور ، مساوات او سوكالۍ شريك وژن ګرځولو سره وئيلي چې لنډه موده كښې اېس سي او د نړۍ تر ټولو لوئ سيمه ايز تنظيم او يو قوي اونه جوړه شوې كوم چې امن، استحكام او سوكالۍ ودي له چمتو دے،اېس سي او جغرافيائي تسلسل مونږ ته تاريخي موقع راكړې چې مونږ معاشي رابطو لپاره په ګډه كار وكړو،مونږ له به د غريبۍ،ماحولياتي بدلونونو او عدم مساوات په ضد شريكي هڅي كول وي۔پاكستان او چين خپلو كښې وروڼه دي زمونږ د مثالي اړيكو څخه نور هېوادونه حسد كوي،سي پيك زمونږ د ملګرتيا څرګندونه او د پاكستان د معاشي پرمختګ علامت جوړ شوې۔پاكستان د چين د وژن بشپړه تائيد كوي چې اېس سي او بيرغ لاندې ’’شنګھائي اسپرټ‘‘ ته وده وركړې شي، شنګھائي مرستي تنظيم مشرانو غونډې په موقع چائنه ډيلي كښې خپور شوې يو مضمون كښې صدر مملكت د تيرو څو لسيزو په مهال د چين خپلو دورو يادولو سره ووئيل زه عمر له چين خپل دويم كور ګڼم۔ زما او زما كورنۍ له چې چين كومه مينه او ميلمستيا وركړې او پاكستان د اولس ئې چې په هره موقع كومه مرسته كړي،هغه يادونه عمر بله زما په زړه كښې دي۔ده ووئيل زه د چين صدر شي جن پنګ له د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) غونډي په كوربتوب مباركي وركوم،كومه چې د څپل نوعيت تر ټولو لويه غونډه ده او د كومي كوربتوب چې ښكلي ښار تيانجن كوي۔ مارچ 2012 كښې په دې ښار ته زه مختصر دورې له تللې وم كوم چې اوس په زړه پوري پرمختګ كړې۔ده ووئيل زه د چين لپاره د صدر شي په قيادت كښې د اېس سي او غونډي بنيادي ايجنډے مخ په وړاندې بوتللو كښې د كاميابۍ دعا كوم۔ده ووئيل د صدر شي وژن “انسانيت لپاره شريك سباؤن كميونټي” بالكل هغه دې كوم چې دې تنظيم په لسيزو كښې خپل ځان لپاره ترسره كړې دې، پاكستان لپاره دا اعزاز ؤ چې تير كال اكتوبر كښې د غړو هېوادونو مشرانو 23م كونسل كوربتوب كړې۔ده ووئيل اېس سي او چې كله پېل شو نو يو كوچنې بوټې وو خو نن هغه يوه قوي اونه جوړه شوي كوم چې هېوادونه يو موټې كولو سره امن، استحكام او سوكالۍ له وده وركوي او دغه مقصدونه هغه وخت ترلاسه كيدے شي كله چې غړي هېوادونه په اجتماعي توګه د ترهه ګرۍ، انتها خوښۍ او بېلتون خوښۍ په شان درې لويو خطرو قابو وموم ۔په لنډه موده كښې اېس سي او د نړۍ تر ټولو لوئې سيمه ايز تنظيم جوړ شوې،كوم چې د يوريشيا په 80 فيصده رقبه او د نړۍ په 40 فيصده آبادۍ مشتمل دې۔ده ووئيل د اېس سي او جغرافيائي تسلسل مونږ له تاريخي موقع راكړې چې مونږ معاشي رابطو لپاره پھ ګډه كار وكړو۔موڼږ له به د غريبۍ او عدم مساوات په ضد شريكي هڅي كول وي۔تيرو كلونو كښې د اېس سي او كاركردګي، په خاص توګه د ترهه ګرۍ ختمولو ، پولي پورې غاړه جرمونو او په خاص توګه د منشيات په قاچاق قابو موندلو كښې متاثركن ؤ۔ده ووئيل د تيانجن غونډه مونږ له رارواني لسيزي لپاره د پرمختګ روډميپ موقع راكوي۔ده ووئيل 2024 كښې چين د اېس سي او هېوادونو سره تجارت زياتولو سره نيم كھرب ډالر ته رسيدلې، كوم چې د دې تنظيم د زيات شوې اهميت ثبوت دے۔صدر مملكت ووئيل مونږ د چين په عروج او سيمه ايز او نړيوال قيادت فخر كوو۔ده ووئيل په نړيوال فورمز مونږ د يو بل مرسته كوو او چين عمر له د پاكستان او په خاص توګه زموڼږ د تاريخ تر ټول مشكل لمحاتو كښې مرسته كړي۔ده ووئيل زه د چين سره خاص تعلق لرم،زما سخر وزيرِاعظم ذوالفقار علي بھټو د چين باني لارښودو چيئرمېن ماو زے تنګ او وزيراعظم چو اين لائي سره ګډه د پاكستان چين ملګرتيا معمار ؤ، زما كورودانه وزيرِاعظم بے نظير بھټو، دغه خپلولي لا قوي كړي او ما د چين خپلو ګڼو دورو سره د چين قيادت او په خاص توګه صدر شي سره نزدې كار كړې،چې په نتيجه كښې ئې چين۔پاكستان اقتصادي راهداري (سي پيك) تصور او آغاز په صورت كښې رامخې ته شوې۔نن سي پيك زموڼږ د ملګرتيا څرګندونه او د پاكستان د معيشت د پرمختګ علامت جوړ شوې۔صدر مملكت اوس نړۍ ته معلومه شوي چې اېس سي او كوم پوځي اتحاد نه بلكه يو داسې تنظيم دې كوم چې د انسانيت خدمت لپاره معاشي مرستي او قامونو ترمينځه افهام و تفهيم ته وده وركوي۔ده ووئيل پاكستان د چين وژن بشپړه تائيد كوي چې اېس سي او بيرغ لاندې ’’شنګھائي اسپرټ‘‘ ته وده وركړې شي،كوم چې د يوريشيا او ټولو قامونو لپاره شريك باور ، خپلواكۍ او شريك پرمختګ فريم ورك وركوي۔












