تيانجن 31 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف تيانجن يونيورسټۍ كښې نېشنل ارتھ كوئيك سموليشن سينټر دوره وكړه او د چين د قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره جديد ټيكنالوجي استعمال ئې وستائلو۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې نېشنل ارتھ كوئيك سيموليشن سينټر كښې وزيراعظم ته ډيزاسټر مينجمنټ او ريسكيو ټيكنالوجيز پشمول نوي جوړ شوي ميډيكل ريسكيو ګاړو په اړه …
وزير اعظم محمد شهباز شريف تيانجن يونيورسټي كښې د نېشنل ارتھ كوئيك سموليشن سينټر دوره
تيانجن 31 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف تيانجن يونيورسټۍ كښې نېشنل ارتھ كوئيك سموليشن سينټر دوره وكړه او د چين د قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره جديد ټيكنالوجي استعمال ئې وستائلو۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې نېشنل ارتھ كوئيك سيموليشن سينټر كښې وزيراعظم ته ډيزاسټر مينجمنټ او ريسكيو ټيكنالوجيز پشمول نوي جوړ شوي ميډيكل ريسكيو ګاړو په اړه بريفنګ وركړې شو،وزيراعظم ته د قدرتي آفتونو لپاره احتياطي تدابير لپاره جوړ شوي جديد ټيكنالوجي په اړه بريفنګ وركړې شو ۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې چين او پاكستان په مرسته په دې لړ كښې ځيني منصوبے شته او په ګڼو كار روان دې،په دې منصوبو كښې بيلټ اينډ روډ انيشيئيټيو ترمخه جوړ شوي چائنا پاكستان جوئنټ ليب فار ډيزاسټر اينډ ايمرجنسي ميډيسن، بين الاقوامي ميډيكل كوآپريشن سينټر، چين پاكستان فرينډشپ روغتون او نوري منصوبے شامل دي۔ وزيراعظم ووئيل په چين كښې استعماليدونكي جديد ټيكنالوجي او طريقے به په پاكستان كښې قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره ګټه ور ثابت شي،د چين پوهانو څخه استفاده كولو سره پاكستان كښې په سباؤن كښې قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره كوټلي احتياطي تدابير او تګلاره استعماليدې شي۔ وزيراعظم ووئيل قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره پاكستان كښې موجود بين الاقوامي ميډيكل سينټر او چين پاكستان جوائنټ ليب په شان منصوبې به لا فعالولې شي او په دې لړ كښې د چين او پاكستان ترمينځه شراكت داري به لا پراخه كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې اوسنيو كښې سېلابي صورتحال مخنيوي لپاره په قومي كچه بشپړه هڅي كيږي، نارووال، سيالكوټ، وزير آباد، حافظ آباد، چنيوټ او جھنګ كښې سېلابي صورتحال له امله ځپلې شوي كورنيو لپاره نن هم اضافي امدادي سامان قافلے وفاقي حكومت د اړخه ليږلې كيږي كومي به چې صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي ته حواله كولې شي۔ وزيراعظم اين ډي ايم اے ته هېواد كښې د اوسني سېلابي صورتحال ترمخه د پنجاب حكومت سره د بشپړه رابطے كولو او صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټيو د مرستي كولو تاكيد كړی۔












