د هېواد معاشي او سماجي پرمختګ د جديد او معياري تعليم نه غير نا ممکن دے۔ سردار محمد يوسف

مانسهره 31 اګست (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي چې د هېواد معاشي او سماجي پرمختګ د جديد او معياري تعليم نه غير نا ممکن دے۔ دا خبره ده سکاؤټس کيډټ کالج بټراسي كښې فيکلټي ته وينا كښې كړي۔ وفاقي وزير ووئيل موجوده دور جديد تقاضو ترمخه د جديد تعليم ترلاسه كولو سره به د نړۍ سره تلل ممکن وي، انفارمېشن ټيکنالوجي په دې …

مانسهره 31 اګست (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي چې د هېواد معاشي او سماجي پرمختګ د جديد او معياري تعليم نه غير نا ممکن دے۔ دا خبره ده سکاؤټس کيډټ کالج بټراسي كښې فيکلټي ته وينا كښې كړي۔ وفاقي وزير ووئيل موجوده دور جديد تقاضو ترمخه د جديد تعليم ترلاسه كولو سره به د نړۍ سره تلل ممکن وي، انفارمېشن ټيکنالوجي په دې دور كښې جديد تعليم سره سره ديني تعليم ترلاسه كولو ته هم پام لرنه وكړې شي۔ وفاقي وزير په فيکلټي زور راوړلو سره ووئيل نوي نسل تربيه كښې د استاذانو کردار لوئ اهميت لري هغوي دې ټولنه كښې ښه او هېواد سره مينه لرونكي ځوانانو پيدا کولو لپاره په زړه پوري هڅي وكړي او جديد تعليم سره سره معاشرتي ذمه وارو احساس کولو سره دې قومي يووالي ٬ اتفاق او اتحاد او همغږۍ ته وده وركولو كښې خپل کردار ترسره كړي۔په دې موقع کمشنر بوائے سکاؤټس ايسوسي ايشن سرفراز قمر ډاها وفاقي وزير د کالج د پرمختيائي منصوبو په اړه خبر كړو۔