سيد يوسف رضا ګيلاني سره سپيكر سردار اياز صادق وليدل

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ليدلي٬ په دې موقع په سېنېټ او قامي اسمبلۍ كښې اداره جاتي همكاري لا زياتولو له سلا يوه شوه۔ د سېنېټ سيكرټريټ له مخې په ملاقات كښې په 11 او 12 نومبر د بېن الپارلماني سپيكرز كنفرنس په تياريانو غور وشو۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د بېن الپارلماني …

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ليدلي٬ په دې موقع په سېنېټ او قامي اسمبلۍ كښې اداره جاتي همكاري لا زياتولو له سلا يوه شوه۔ د سېنېټ سيكرټريټ له مخې په ملاقات كښې په 11 او 12 نومبر د بېن الپارلماني سپيكرز كنفرنس په تياريانو غور وشو۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د بېن الپارلماني سپيكر كنفرنس په حواله سپيكر په تفصيلي توګه خبر كړو۔ ده ووئيل چې د 45 نه د زياتو هېوادونو نمائندګانو په دې كنفرنس كښې ګډون كوي ٬ په منطقه كښې امن، ترقۍ او د موسمياتي چيلنجز پشمول په نورو نړيوالو مسئلو به خبره كېږي۔ سپيكر سردار اياز صادق په دې موقع ووئيل چې پاكستان لپاره كنفرنس مهمه موقع ده۔