د مذهبي چارو او د بېن المذاهب هم غږۍ وزير مملكت سره د امرېكې ناظم الامور نټالي بېكر ملاقات

اسلام آباد ۔ 28 اګست(اے پي پي) د مذهبي چارو او بېن المذهبي هم غږۍ وزير مملكت كهيئل داس كوهستاني سره د امرېكې ناظم الامور نټالي بېكر ملاقات كړے جې پكښې د بېن المذهب هم غږۍ په اهميت او ودې د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د مذهبي چارو وزارت وياند تر مخه كهيئل داس كوهستاني ووئېل پاكستان د امرېكې سره مذهبي هم غږۍ ٬ شريك احترام او د شرېكې بقا ودې لپاره خوښي لري٬ پاكستان كښې ټولو اقيتي وروروليو ته د حقونو تحفظ تر لاسه دے ٬ دغسې پاكستان د ټولې نړۍ لپاره د مذهبي روادارۍ او هم غږۍ يو غوره مثال دے۔ نټالي بېكر ووئېل امرېكا د پاكستان مذهبي او كلتوري تنوع ته د قدر په سترګه ګوري٬ د ټولو كمينټيز تر مينځه يو ډول احترام او د روادارۍ ودې لپاره عزم لري۔