سيلاب ځپلو ته طبي آساني وركولو لپاره ټول وسائل كاروو۔دم قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال

اسلام آباد 28 اګست (اے پی پی)د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي سېلاب ځپلو ته طبي آسانيو وركولو لپاره ټول وسائل كاروو٬د روغتيا قامي اداره د وبائي رنځونو څارنه او شمېره هم رايوځاے كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د قامي روغتيا فلډ ايمرجنسي آپرېشن سيل اداره كښې راجوړې شوې غونډھ كښې كړې۔ده په ټول هېواد كښې سېلاب ځپلو ته طبي آسانيو په اړه د اقدامات جاج اخستلے شوے ۔ده ووئيل د روغتيا وزارت او ماتحت ادارې د كوم هم صورتحال مخ نيوي لپاره چمتو دي۔ده ووئيل چد روغتيا وزارت د صورتحال څارنه باوري كوي ٬د ټولو صوبو ډي جيز هېلتھ آفس كښې 24/7 كنټرول روم جوړ كړے شوي ۔ده ووئيل د صوبائي حكومت لخوا د سېلاب كوآرډينېشن په اړه فوكل پرسن نامزد شوي دې٬د روغتيا وزارت او اړوندې ادارې اين ډي ايم اے صوبائي حكومت سره په رابطه كښې دي ۔ده ووئيل د روغتيا وزارت د صوبو ډيمانډ له مخې ضروري داروګان او ويكسين خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان ته لېږلې دي او د روغتيا وزارت ضروري داروګانو سټاك په زيات مقدار ساتلے٬سېلاب ځپلو ته طبي آسانيو وركولو لپاره د روغتيا وزارت صوبو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔په غونډه كښې د روغتيا وفاقي سيكرټري حامد يعقوب٬د قامي ادارې چيف ايګزيكټو افسر٬د روغتيا نړيوالې ادارې مشر پشمول ډي جي هېلت اسلام آباد او صوبو صحت چارواكو او استازو ګډون وكړو۔