اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پنجاب په دريابونو كښې د سېلاب په زيات شوي صورتحال د تشويش څرګندونې كولو سره شتمندو٬ فلاحي تنظيمونو او ټولو اړوند ادارو ته غږ كړے چې ھغوي په دې سخت وخت كښې د سېلاب ځپلو بشپړه مرسته وكړي دغسې چې ځپلو كورنيو ته ريليف ترلاسه شي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ لخوا د …
د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د سېلاب ځپلو د مرستې غږ وكړو
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پنجاب په دريابونو كښې د سېلاب په زيات شوي صورتحال د تشويش څرګندونې كولو سره شتمندو٬ فلاحي تنظيمونو او ټولو اړوند ادارو ته غږ كړے چې ھغوي په دې سخت وخت كښې د سېلاب ځپلو بشپړه مرسته وكړي دغسې چې ځپلو كورنيو ته ريليف ترلاسه شي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې ده ووئيل چناب، راوي او ستلج كښې د اوبه كچه تر خطرناك حد زياتېږي او د سېلاب اوبه اوس سوئيلي پنجاب پلو روانې دي٬ د دې صورتحال له مخې ځائي اولس له احتياطي تدابير اختيارولو او د حكومت په هدايات عمل كولو سره زر تر زره محفوظو ځايونو ته منتقل كېدو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل دا مهال د ملي وحدت٬ اولسي مرستې او د ګډې همكارۍ ته اړتيا ده٬ زه اولس ته خواست كوم چې ھغوي د حكومتي ادارو سره مرسته وكړي او خپل ځانونه د تاخير نه غېر محفوظو ځايونو ته منتقل كړي او شتمند٬ فلاحي تنظيمونه او ټولې اړوند ادارې دې هم راوړندې شي خپل وسائل دې وكارئ دغسې چې بې وځله او بې سهارا اولس ته په دې سخته وضعه كښې سهارا وركړې شي۔ ده زور راٶړو چې په ځپلو سيمو كښې دې د ريليف او رېسكيو اپرېشنز تند كړے شي دغسې چې ځاني او مالي زيان لږ نه لږ كړے شي۔ ده ووئيل د سېلاب د اوبو په سبب د زرګونو په شمېر كورنۍ ځپلې كېدې شي٬ دې لپاره پېشګي اقدامات او اولسي مرسته ضروري ده۔ سید یوسف رضا ګېلاني ووئيل د ازمېښت په دې ګهړۍ كښې به ټول قام له اتحاد او يووالي سره مخ په وړاندې تلل وي دغسې چې ځپلے اولس د ستونزو نه رېسكيو كړے شي۔












