
پېښور ۔ 28 اګست (اے پی پی) د سمندر پورې پاكستانيانو د او بشري وسائلو د پرمختګ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن په خېبر پښتونخوا كښې د سېلاب د لاسه د ځپلو شوو وګړو لپاره د حكومت لخوا د بشپړه مرستې تصديق كولو سره وئيلي دي د وروستي ځپلي شوي وګړي تر بحالۍ به كوټلې هلې ځلې روانې وي۔ د زيارت په ورځ په بونېر كښې د زيات ځپلي شوي كلي بېشوڼۍ خلكو سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل زه د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت د ځپلې شوې سيمې دوره كوم دغسې چی د مرستې او بحالۍ كارونو په ذاتي توګه نګراني وكړم۔ وفاقي وزیر په سوات ٬ شانګله ٬ بونېر او صوابۍ كښې د سېلاب د لاسه په رامخې ته شوي صورتحال قابو موندلو له د ضلعي انتظاميې ٬ اېن ډ اېم اے ٬ پي ډي اېم اے او د مرستې نورو ادارو كار ستائېلو سره ووئيل مونږ يوه كورنۍ يوو او د يو بل په غم دړد كښې شريك يوو۔ ده ووئيل د دې دورې مقصد د سېلاب د لاسه د شوي زيان په خپله جاج اغستل او د ځپلې ودانۍ ضرورتونه په ګوته كول دي۔ ده ووئيل جمع كړې شوې ډېټا به اړوندو وفاقي محكمو او نړيوالو اېن جي اوز سره ګډولې شي۔ ده د اوورسیز پاکستانیز فاؤنډېشن لخوا د اوورسیز پاکستان شهيدانو پسماندګانو له د مرستې خصوصي پېكج هم اعلان وكړو۔ ده په بونېر كښی سېلاب ځپلو 25 مزدورانو ته د معاوضې چېكونه وركړل۔ وفاقي وزير ځپلو كورنيو سره غمرازي وكړه او په حق رسېدليو له يۍ خصوصي دعا وكړه۔ دې څه وړاندې د بونېر ډپټي كمشنر کاشف قیوم وفاقي وزیر ته د سېلاب د لاسه د شوي زيان او د مرستې او بحالۍ كارونو په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل اوسنے سېلاب يو قدرتي آفت دے او د دې په نتيجه كښې په رامخې ته شوي صورتحال به قامي به عزم سره قابو اومومي۔ چوهدري سالک حسېن په شتمندو زور راوړو چې هغوي د سېلاب ځپیلو مرستې او بحالۍ كښې خپل بشپړ كردار ترسره كړي۔ دغسې سیلاب ځپلو د يووالي په څرګندونه او د مرستې چېكونو وركولو له د اسلام آباد څخه ځپلو سيمو ته په راتللو د وفاقي وزير مننه وكړه۔