اي سي سي د يوټيلټي سټورز كارپوريشن منظم بندش لپاره د فنډنګ پلان منظوري وركړه

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د كابينه اقتصادي رابطه كميټۍ (اي سي سي) د يوټيلټي سټورز كارپوريشن بندولو امر په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللو لپاره د 30.126 اربه روپو ماليت د فنډنګ پلان منظوري وركړې ده٬ د كمېټۍ د غونډې مشري د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب كړې٬ په غونډه كښې د يوټيلټي سټورز كارپوريشن (يو ايس سي) آف پاكستان د منظم …

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د كابينه اقتصادي رابطه كميټۍ (اي سي سي) د يوټيلټي سټورز كارپوريشن بندولو امر په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللو لپاره د 30.126 اربه روپو ماليت د فنډنګ پلان منظوري وركړې ده٬ د كمېټۍ د غونډې مشري د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب كړې٬ په غونډه كښې د يوټيلټي سټورز كارپوريشن (يو ايس سي) آف پاكستان د منظم او په رسمي توګه اختتام باوري كولو لپاره د 30.216 اربه روپو د تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري وركړې شوه٬ دا پرېكړه د يو اېس سي په قامي خزانې د اوږدې مودې مالي بار په ذمه وارۍ سره حل كولو پلو يو مهم ګام دے٬ دې سره سره حكومت د ادارې په اختتام د ځپلے شوو ملازمينو د مفادات تحفظ هم باوري كړے دے٬ د دې پرېكړې د لارې به د ملازمېنو له واجبات٬ معاوضه او نور حقونه وركولې شي دغسې چې د ادارې د خاتمې معاشي او سماجي اثرات كم كړے شي۔ اي سي سي دا هم پرېكړه وكړه چې د صنعت او پيداوار وزارت دې د يو اېس سي اختتام لپاره مالي ضرورتونه لا په حقيقت سره مرتب كړي٬ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د يو اېس سي اثاثو پشمول جائيدادونه دې سږ كال كښې خرڅ كړې شي دغسې چې اختتامي خرڅونه په جزوي توګه د دې خرڅولو څخه ترلاسه شوې امدن څخه ترسره كړې شي۔ كميټۍ په دې خبره هم زور راوړو چې د ادارې د اختتام عمل دې سپېځلے او په منظم ډول وكړے شي او د ادارې د جائيدادونو خرڅولو څخه ترلاسه كېدونكې پېسو څخه د ادارې ذمه وارۍ ترسره كړې شي۔ منظور شوے مالي پيكيج د حكومت دا عزم رامخې ته كوي چې د ملازمينو خېرښګړه باوري كړې شي او مالياتي نظم و ضبط دې هم قائم وساتلې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسېن، جام كمال خان، سردار اويس احمد خان لغاري د وزيراعظم سلاحكار هارون اختر خان، وفاقي سيكرټريز او د اړوند وزارتونو، محكمو او ريګوليټري ادارو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔